Language

«د لویو پروژو په تطبیق کې دې د چاپېریال‌ساتنې مقررات په پام کې  ونیول شي»

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې سرپرست حافظ عزیز الرحمن د چاپېريال ساتنې نړيوالې ورځې په مناسبت له اړوندو ادارو وغوښتل چې د لویو پروژو په تطبیق کې د چاپیریال ساتنې مقررات په پام کې ونیسي.

د پلاستيک له توليدوونکو څخه وغوښتل چې د چاپېريال د ککړتيا د مخنيوي په موخه خپل فعاليتونه په تدريجي ډول ودروي.

د جون ۵مه د چاپيريال ساتنې نړيواله ورځ د پلاستيک پر وړاندې د مبارزې تر نامه لاندې د اسلامي امارت مسوولينو، د یو شمېر بنسټونو او د پوهنتون استادانو په ګډون د چاپېريال ساتنې ملي ادارې له خوا ونمانځل شوه.

په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست حافظ عزیز الرحمن وويل، د جون پنځمه د چاپېريال ساتنې نړيواله ورځ ده، چې هر کال په ټوله نړۍ کې د پاک او سالم چاپېريال په موخه نمانځل کېږي.

هغه زیاته کړه، د پاکې هوا او سالم چاپېريال د تامين لپاره بايد ټول کار وکړي، ځکه د اسلام سپېڅلي دين هم په دې برخه کې ډېر ټينګار کړى او د چاپېريال ساتنې ته يې ډېر اهميت ورکړى دى.

ده وویل ، اوبه، هوا، خاوره او اکسیجن د چاپېریال په ساتنه کې مهم رول لري

د هغه په وینا، د بهرنيو ځواکونو له خوا د جګړو پر مهال د وسلو او مهماتو کارول پر چاپېريال ناوړه اغېز کړى دى.

حافظ عزیزالرحمن له بنسټونو څخه وغوښتل چې د لویو پروژو په تطبیق کې د چاپیریال ساتنې مقررات په پام کې ونیسي.

هغه له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د چاپېريال ساتنې له مسئلې سره دې سياسي مسايل نه شريکوي او د افغانستان له ککړتيا سره د مبارزې په برخه کې دې همکاري وکړي.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې سرپرست وويل، پلاستيک د انسان د ژوند يوه نه بېلېدونکې برخه ده او هر کال شاوخوا ۴۰۰ ميليونه ټنه پلاستيک توليدېږي او په ټولنه کې د ککړتيا او بېلابېلو ناروغيو لامل کېږي، چې پر وړاندې يې بايد مبارزه وشي.

هغه د پلاستيک له جوړونکو وغوښتل، چې د ککړتيا او د ناروغيو د خپرېدو د مخنيوي په موخه دې په تدريجي ډول خپل توليدات بند کړي، څو له کاغذي خلطو څخه کار واخيستل شي.

ورته مهال د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې مرستيال ډاکتر زين العابدين عابد وويل چې د دې ورځې د نمانځلو موخه د چاپېريال له ککړتيا سره مبارزه ده او په پام کې ده چې دغه ورځ په ټول هېواد کې ونمانځل شي.

هغه وويل، د چاپېريال له ککړتيا سره مبارزه د ټولې ټولنې مسوولیت او دنده ده او په دې برخه کې د هر چا مسووليت دى چې پاک چاپېريال ولري.

ده د جوماتونو له امامانو او رسنیو وغوښتل چې د ککړتیا په مخنیوي کې خپل مسوولیت ادا کړي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد وویل، چې پلاستیک  په ټولنه کې د ککړتیا د هر ډول ناروغیو د خپرېدو لامل ګرځي او پر وړاندې یې مبارزه او مخنیوی اړین دی.

هغه د کابل ښار له ککړو ښارونو څخه وباله او ویې ویل، چې یو عادي سړی د کابل په هوا کې تنفس نه شي کولای او باید مخنیوی یې وشي.

قلندرعباد زیاته کړه، د پلاستيک ککړتيا د سرطان لامل کېږي، چې پر وړاندې یې مبارزه ضروري ده.

هغه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، اوبو او انرژۍ او اقتصاد وزارتونو او د کابل ښاروالۍ څخه وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ککړتیا په مخنیوي کې جوماتونه، ښوونځي او رسنۍ مهمې وبللې او ویې ویل، دوی کولی شي د خطبو او اعلاناتو له لارې د دې پدیدې مخه ونیسي.

[/restrict]