کلات (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د زابل مسوولین وايي، نن د دغه ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په اکازو کلي کې ۳۷۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي حکمتالله رهبر پژواک خبري اژانس ته وویل، د څښاک پاکو اوبو دغه شبکه د یونیسف په مالي ملاتړ د ۱۲ میلیون ۶۸۸زره افغانيو په لګښت جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د زابل د کلیو پراختیا او بیا رغونې ریاست د مطبوعاتو مسوول حافظ عبدالحلیم فرقاني هم پژواک ته وویل چې د یادې شبکې جوړولو چارې ۱۱ میاشتې مخکې پيل شوې وې او نن فعاله شوه.
هغه زیاته کړه چې یاده شبکه د ۶۰ زره لیتره اوبو ذخیره کولو وړتیا لري او ۳۷۰ کورنیو ته به ۲۴ ساعته پاکې اوبه برابرې کړي.
د سیمې اوسېدونکي د یادې شبکې له جوړېدو خوښ دي او هیله لري چې نور به د څښاک پاکو اوبو برخه کې ستونزه ونه لري.
د اکازو کلي یو اوسېدونکی معراجالدین وايي، پخوا يې د څښاک پاکې اوبه له لرې سیمې راوړلې چې له امله به یې ډېری وخت ماشومان ناروغېدل.
هغه وايي، هیله لري چې د یادې شبکې په جوړېدو سره به په خپل کور کې دایمي پاکې اوبه ولري.
د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکي حضرتالله هم وویل، له کلونو راهیسې د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ وو.
هغه هیله وښوده چې حکومت دې د دوی د نورو ستونزو حل ته هم پاملرنه وکړي.
د یادونې ده، په دې وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ټيټه شوې او خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
Views: 107
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن