منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:49 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
بيارغونهغړي

د زابل په شینکۍ کې ۳۷۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

· 2 دقیقې لوستل · 283 کتنې · تازه شوی

کلات (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د زابل مسوولین وايي، نن د دغه ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په اکازو کلي کې ۳۷۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي حکمت‌الله رهبر پژواک خبري اژانس ته وویل، د څښاک پاکو اوبو دغه شبکه د یونیسف په مالي ملاتړ د ۱۲ میلیون ۶۸۸زره افغانيو په لګښت جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د زابل د کلیو پراختیا او بیا رغونې ریاست د مطبوعاتو مسوول حافظ عبدالحلیم فرقاني هم پژواک ته وویل چې د یادې شبکې جوړولو چارې ۱۱ میاشتې مخکې پيل شوې وې او نن فعاله شوه.

هغه زیاته کړه چې یاده شبکه د ۶۰ زره لیتره اوبو ذخیره کولو وړتیا لري او ۳۷۰ کورنیو ته به ۲۴ ساعته پاکې اوبه برابرې کړي.

د سیمې اوسېدونکي د یادې شبکې له جوړېدو خوښ دي او هیله لري چې نور به د څښاک پاکو اوبو برخه کې ستونزه ونه لري.

د اکازو کلي یو اوسېدونکی معراج‌الدین وايي، پخوا يې د څښاک پاکې اوبه له لرې سیمې راوړلې چې له امله به یې ډېری وخت ماشومان ناروغېدل.

هغه وايي، هیله لري چې د یادې شبکې په جوړېدو سره به په خپل کور کې دایمي پاکې اوبه ولري.

د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکي حضرت‌الله هم وویل، له کلونو راهیسې د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ وو.

هغه هیله وښوده چې حکومت دې د دوی د نورو ستونزو حل ته هم پاملرنه وکړي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ټيټه شوې او خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

مختار احمد امیري
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه
بيارغونه

د افغانستان او د سیمې د څلورو هېوادونو چارواکو د «کاسا» اوسپنې پتلۍ پروژې په اړه خبرې کړې

بيارغونه

هرات کې د ټاپي د فرعي ګاز نل‌لیکې مسیر او د وېش شبکو ساحې تثبیت شوې

بيارغونه

غور کې د «منار جام» څنګ ته د پلي تګ راتګ لپاره نوی پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

بيارغونه

په پنجشېر کې د اوبو د ۱۰ بندونو جوړولو او برېښنا تولید سروې پیل شوه

بيارغونه

د کابل سیند پاکولو په موخه د رسوباتو کچې معلومولو سروې پیل شوه

بيارغونه

له واخان څخه د چین تر پولې سړک پرانیستل شو؛ چارواکو پر اقتصادي پراختیا او امنیت ټینګار وکړ

بيارغونه

د غزني مرکز کې د کابل – کندهار غځېدلې لویې لارې د ۱۳ کیلومتره برخې پراخولو چارې پیل شوې

بيارغونه

د دایکنډي په اشترلي کې د نږدې ۱۶،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو پل جوړېږي