جلالاباد (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار روغتيايي مسوولين د دغه ولايت په اتو ولسواليو کې د ملاريا پېښو د ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې پر نورو هڅو سربېره، د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ډېر کړي دي.
بلخوا د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي له روغتیايي مسوولینو غواړي چې د ملاريا مخنيوي لپاره دې خلکو ته پشهخانې ووېشي او دغهراز په عامه ځايونو کې دې دواپاشي وکړي.
په ختيځ زون کې د ملاريا پر وړاندې د مبارزې مسوول ډاکټر سيد عبدالله بريالی وايي، د ننګرهار په اتو ولسواليو کې د دغې ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي.
هغه زياته کړه:«سږ کال په ټول ختيځ، په ځانګړې توګه ننګرهار کې د ملاريا ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي، په ځانګړي ډول په مومندرې، بټيکوټ، کامې، ګوشتې، بهسودو، سرهرود، غنيخېلو او اچين ولسواليو کې تر نورو سيمو خطر زيات دی.»
بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند نقيبالله رحيمي پژواک اژانس ته وويل، که څه هم په روان کال کې تر اوسه ارقام راټول شوي نه دي، ځکه لا د اوړي پيل دی خو وايي، په تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې په دغه ولايت کې ۵۵ زره او ۲۱۳ کسان پر ملاريا ناروغۍ اخته شوي وو.
هغه وايي، سږ کال د نورو کلونو د دغو ورځو شپو په پرتله د ملاريا د ناروغانو شمېر ډېر دى.
په ورته مهال، د ننګرهار ولايت اوسېدونکي بيا د ملاريا ناروغۍ د مخنيوي په برخه کې د روغتيايي مسوولينو د اقداماتو د چټکتيا او پياوړتيا غوښتنه کوي.
د جلالاباد ښار يو اوسېدونکی محمود خان -چې دوه لمسيان يې د جلالاباد ښار فاطمه الزهرا ولايتي روغتون ته د درملنې لپاره بېولي- وايي، تر دې وړاندې يې د کورنۍ څو نور غړي هم پر ملاريا اخته شوي دي.
هغه زياتوي: «موږ ته بايد پشهخانې راکړل شي، په لارو او کوڅو کې دې دواپاشي وشي.»
د جلالاباد ښار يو بل اوسېدونکی محمديونس وایي، زوى يې پر ملاريا ناروغۍ اخته شوى او اوس يې د درملنې لپاره ولايتي روغتون ته راوستى دى.
نوموړی وايي: «خلک د دوا اخيستو وس نه لري، خو بايد په دولتي شفاخانو کې مفته علاج وشي او بل بايد موږ ته پشهخانې راکړل شي.»
په ختيځ کې له ملاريا سره د مبارزې برخې مسوولين وايي، د نورو فعاليتونو ترڅنګ يې د ملاريا مخنيوي په برخه کې عامه پوهاوی هم ډېر کړی دی.
د یادې برخې مسوول ډاکټر سيد عبدالله بريالی وايي، هر کال په مختلفو سيمو کې د اړتيا له مخې پشهخانې وېشل کېږي، بېړني روغتيايي ټيمونه سيمو ته لېږل کېږي او عامه پوهاوی په عمومي کچه شوی او لا هم دوام لري.
په ننګرهار کې پر ملاريا سربېره، سږ کال د ډينګي او ځينو نورو ساري ناروغيو پېښې هم ثبت شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP