ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معصوم ستانکزی: تر ۲۰۰۵ کال پورې د سولې لپاره ښه فرصت و، خو امریکا یې مخالفت کاوه

معصوم ستانکزی: تر ۲۰۰۵ کال پورې د سولې لپاره ښه فرصت و، خو امریکا یې مخالفت کاوه

author avatar
12 Jun 2023 - 18:02
معصوم ستانکزی: تر ۲۰۰۵ کال پورې د سولې لپاره ښه فرصت و، خو امریکا یې مخالفت کاوه
author avatar
12 Jun 2023 - 18:02

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د تېر حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي مشر وایي، افغانستان کې د سولې لپاره تر ۲۰۰۵ زېږدیز کاله ښه فرصت و، خو امریکا او ناټو هغه مهال ورسره مخالفت کاوه او دا یوه تېروتنه وه.

هغه دا هم وویل چې د افغانستان سرپرست حکومت دې د نړۍ نه، بلکې د افغانانو غوښتنې واروي او که خنډونه لرې نه شي او له نړۍ او په کور دننه له خپلو خلکو سره  یو ښه تعامل رامنځته نه شي، د افغانستان ستونزې به ورځ تر بلې نورې هم زیاتې شي.

د تېر حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي مشر محمدمعصوم ستانکزي په وینا، په ۲۰۰۱ کال کې د سولې لپاره ډېر فرصت رامنځته شوی و او که طالبانو ته د بن په ناسته کې ونډه ورکړل شوې وای، نو کړکیچ به نه رامنځته کېده.

د دوحې تړون د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه، د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر ترمنځ – چې اوس د افغانستان سرپرست حکومت د ریاست‌الوزرا د مرستیال په توګه کار کوي – د قطر په پلازمېنه دوحه کې د نږدې ۶۰ هېوادونو او سازمانونو د استازو پر وړاندې لاسلیک شو؛ د دغه تړون له مخې، بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل.

په یاد تړون کې راغلي چې د افغانستان له خاورې دې د امریکا او د هغې د متحدانو پر وړاندې له ګواښه مخنیوی وشي او بین‌الافغاني خبرې دې پیل شي؛ بین‌الافغاني خبرې په دوحه کې پیل شوې، خو بې‌پایلې وې او د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه مخکنی حکومت وپرځېد او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو.

د تېر حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي له پژواک سره په مرکه کې په دې اړه  چې ایا فکر یې کاوه جمهوریت به په دې ډول سقوط وکړي؟ وایي، دا ډول اندېښنې هغه مهال رامنځته شوې کله چې په ۲۰۱۸ کال کې امریکا او طالبانو د افغانستان د تېر حکومت له حضور پرته مستقیمې خبرې پیل کړې.

د هغه په وینا، دغه اندېښنې د مجاهدینو او ډاکټر نجیب‌الله حکومت ترمنځ د خبرو د ناکامۍ په پایله کې د نظام د سقوط تجربې ته په پام رامنځته شوې.

هغه زیاتوي: «تشویشونه له هماغه وخته راشروع شول، اما تر هغه وخته کله چې د دوحې تړون امضا شو او د هغه پر اساس څلور موضوع‌ګانې وې چې هر يوه له بلې سره تړل شوې اعلان شوې وې، يعنې [د بهرنیو] قواوو ایستل وو، د اوربند تامینول و، دايمي اوربند ته نتيجې ته رسېدل و او د بين‌الافغاني خبرو نتیجې ته رسېدل و او همدا راز د تروریزم پر ضد مقابل کې تعهدونه وو.»

خو د ستانکزي په وینا، کله چې د امريکا متحده ایالتونو له دې اصولو ها خوا اقدام وکړ او اعلان يې وکړ چې ځواکونه یې په معین وخت کې وځي، څرګنده وه چې نور به د سولې خبرې هم پایله ونه لري.

د ده په خبره، د افغانستان د تېر حکومت ټینګار پر دې و چې د سولې خبرې دې د تېر حکومت، طالبانو او امریکایانو ترمنځ په ګډه مخې ته ولاړې شي څو بيا داسې يوه اشتباه ونه شي چې د افغانستان برخلیک په اړه نیمګړی او داسې تصمیم ونیول شي چې بیا ټول ورباندې پښېمانه وي.

هغه په دې اړه چې ولې امریکایانو د افغانستان داسې یو حکومت ته شا کړه چې شل کاله یې مرسته ورسره کوله او ستراتیژیک تړون یې ورسره درلود؟ وویل: «عمده خبره دا ده چې هر هېواد د خپل ځان لپاره خپلې ګټې لري او خپلو ګټو لپاره په محاسبه کې خپل تصميونه نيسي؛ نو د هماغه لپاره موږ په دې تېرو څو لسيزو کې دا ډېر واضح وليدل چې په افغانستان کې که د سولې هر تړون او یا افغانستان کې د ټيکاو او ثبات لپاره هر تړون امضا شوی، دا ټول تړونونه د يو بېروني فشار په نتيجه کې وو او د هغوی اهداف تر ډېره په کې مطرح وو، نه زموږ او ستاسې د افغانستان د خلکو غوښتنې او هیلې چې د يو باثبات افغانستان لپاره، يو افغانستان چې هغه په منطقه کې له ټولو سره ښه روابط ولري او نور يې په داخلي چارو کې مداخله ونه کړي؛ داسې يو حالت يې غوښته، متاسفانه خبره په دې کې ده چې د منطقې تضادونو، د دنیا ګټې او د لويو قوتونو رقابتونه د دې باعث شول چې دا تصميم ونيول شي.»

ستانکزی په دې اړه چې ایا د تېر حکومت د سولې مذاکراتي ډلې دا واک، توان او صلاحیت درلود چې پر ټولو مهمو مواردو له مقابل لوري سره خبرې وکړي؟ وویل چې دغې ډلې ته صلاحیتونه ورکړل شوي وو او د سولې خبرو په تړاو ورته ځینې لارښوونې یا سپارښتنې هم شوې وې.

هغه وایي، اوربند، د اساسي قانون تعدیل، د لویې جرګې جوړېدل، موقت حکومت او د ګډ حکومت جوړول، ټولو قومونو ته د حق ورکول او دغه راز ښځو ته په زده‌کړو او نورو برخو کې حق ورکول د سولې خبرو کې د جمهوریت غوښتنې وې.

خو د ستانکزي په خبره، مقابل لوري ټینګار کاوه چې اوربند باید وروستۍ خبره وي او لومړی باید د اسلامي نظام پر څرنګوالي هوکړه وشي.

هغه زیاته کړه: «موږ ورته ویل چې اسلامي حکومت لرو او که په کوم ځای کې نیمګړتیا وي هغه به په مشترک ډول حل کړو، پر داسې يو سياسي سیستم به هوکړه وکړو چې د ټولو خلکو په خوښه وي.»

ستانکزی وایي، مقابل لوري د امریکا له خوا د مشارکتي حکومت وړاندې شوې طرحه هم رد کړه.

نوموړی زیاتوي: «اخرې خبرې ته که راشو چې دا اوس حالت کې دا دوه کاله چې تېر شول، د افغانستان د خلکو په شمول ټولې نړۍ، پر تعلیم باندې، د دې لپاره چې يوه مسلکي اداره بېرته رامنځته شي او افغانستان کې يو همه‌شمول حکومت جوړولو لپاره پوره هلې ځلې وشي، ايا کوم پیشترفت شوی؛ که شوی وي نو بیا په هغه صورت کې د افغانستان پلاوی ملامت دی.»

د ستانکزي په اند، د جمهوریت مذاکراتي ډلې هڅې کولې، خو د دوحې تړون مقابل لوري ته داسې تصور ورکړی و چې واک دوی ته سپارل کېږي او د سولې له پروسې سره یې هم د همدغه تصور له مخې له انعطاف پرته چلند کاوه.

د هغه په وینا، له همدې امله د ځينو نورو تخنیکي مسایلو په اړه پرمختګ وشو، خو د اساسي مسایلو په اړه لکه د مشارکتي نظام د جوړښت او نورو برخو کې پرمختګ ونه شو.

ستانکزي په دې اړه چې ویل کېږي پخوانی ولسمشر محمداشرف غني نه غوښتل ګډ حکومت جوړ شي او ټینګار یې کاوه چې تېر حکومت پر خپل ځای پاتې شي، وایي له غني سره یوه اندېښنه دا وه چې که له اوربند مخکې استعفا وکړي، بدیل به یې څوک وي او کېدای شي د نجیب له استعفا وروسته حالت رامنځته شي.

هغه زیاتوي: «بل دليل يې دا ارایه کاوه … ایا طالبان د يو مشارکتي حکومت جوړېدو لپاره تیار دي که نه؟ که اماده وي په څرنګوالي باندې يې باید نتیجې ته ورسېږي چې زه بايد استعفا وکړم او بيا یو چا ته قدرت وسپارل شي. د طالبانو هغه دا وه چې نه، لومړی دې دی استعفا وکړي، بيا دې سرپرسته اداره جوړه شي، خو کله چې به ورته وویل شول چې ښه تاسو په سرپرسته اداره کې ګډون کوئ، ویل به يې چې نه.»

د تېر جمهوریت د مذاکراتي پلاوي مشر په دې اړه چې د سولې پروسه کې د دغه پلاوي او هغه مهال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي هڅې جلا وې او که همغږې وه؟ وایي چې که د خلیلزاد هڅې جلا نه وای نو تېر حکومت به د خبرو له پیله د سولې پروسه کې شامل و.

دی وایي، د دوحې تړون ضمایم ده نه دي لیدلي خو فکر کوي چې خلیلزاد پخواني ولسمشر غني او د پخلاینې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله ته ښودلي وو.

د هغه په وینا، مهمه خبره د معلوماتو شریکول نه وو، بلکې مهمه خبره دا وه چې د معلوماتو له شریکولو سره يې څومره د افغانستان د حکومت نظریاتو ته غوږ اېښوده.

ستانکزی وایي، د دوحې تړون په متن کې هیڅ داسې څه نشته چې د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره به خبرې کېږي.

دی وایي: «هلته نوشته دي چې یعنې هيڅ په افغانستان کې نظام وجود نه لري او د نظام په عدم موجودیت کې طالبان د افغانانو له مختلفو ډلو سره به مذاکرات کوي، ټول متن همدغه افاده وړاندې کوي.»

هغه زیاته کړه: «دویمه خبره دا وه چې پيشرفت راغلی و چې بندیان خوشي شي، د افغانستان حکومت خليلزاد ته دا ويلي وو چې دا وړانديز بايد پر دې اساس باندې وي چې موږ به بنديان خوشي کوو، دوی دې اوربند ومني… په هغه ځای کې دا هم ویل شوي وو چې د بنديانو شرط هم داسې نه دی چې حتماً به ۵۰۰۰ فېکس خلاصېږي، بلکې تر هر څو چې تاسو کولای شئ د حسن نيت له مخې یې خوشي کړئ.»

ستانکزی په دې اړه چې ویل کېږي د سولې پروسه کې پخواني حکومت او پخواني ولسمشر غني سمه محاسبه نه درلوده، بندیان یې په ځنډ خوشي کړل، پلاوی یې ډېر ناوخته د سولې خبرو لپاره قطر ته واستاوه او…، وویل چې له یوې خوا د امریکا د کانګرس یوه پلاوي داسې ارزونه کړې وه چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل باید مشروط کړل شي، څو د افغان لورو ترمنځ توافق رامنځته شي، افغانستان بل بحران ته ولاړ نه شي او له بلې خوا افغان ځواکونه په بهرنیو مرستو تړلي وو.

دی وایي، که د پخواني ولسمشر محاسبه سمه نه وه نو د امریکایانو محاسبه هم سمه نه وه.

ستانکزی دغه راز زیاتوي چې د سولې شورا مشر برهان‌الدین رباني په وژل کېدو سره د سولې پروسه زیانمنه شوه؛ ځکه د هغه په وینا، هغه هم دیني عالم و، هم یې نفوذ درلود او هم یې د سولې لپاره صادقانه هڅې کولې.

د نوموړي په اند، هغه مهال د سولې لپاره ډېر فرصت و او که طالبانو ته د بن په ناسته کې ونډه ورکړل شوې وای، نو داسې کړکېچ به نه رامنځته کېده.

هغه زیاتوي: «تر ۲۰۰۵ کاله پورې هم د سولې لپاره ښه فرصت و، خو هغه وخت امریکا او ناټو موافق نه وو او مخالفت يې له دې سره کاوه چې طالبان یوه ترهګره ډله ده، موږ له ترهګرو سره مذاکره نه کوو او افغان حکومت هم باید له هغو سره مذاکرات ونه کړي چې دا يوه تېروتنه یا اشتباه وه په هماغه وخت کې.»

ستانکزی وایي، د ستونزو د حل لپاره دې د افغانستان خلکو ته مراجعه وشي، د خلکو له استازو دې لویه جرګه جوړه شي او په جرګه کې دې د اساسي قانون، د خلکو اساسي حقونو او بېلابېلو خوځښتونو ته په حکومت کې د ونډې ورکولو په اړه خبرې وشي.

د هغه په وینا، باثبات نظام، امنیت، کار او زده‌کړې د افغانستان خلکو ته لومړیټوب لري او که هر نظام دا ورته برابر کړي خلک یې ملاتړ کوي.

د هغه په خبره، د افغانستان سرپرست حکومت دې د نړۍ نه، بلکې د افغانانو غوښتنې واروي.

Views: 173

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.