ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 امریکا ته د افغانانو د لېږد تړون تر ۲۰۲۴ کال پورې وغځول شو

 امریکا ته د افغانانو د لېږد تړون تر ۲۰۲۴ کال پورې وغځول شو

author avatar
13 Jun 2023 - 14:56
 امریکا ته د افغانانو د لېږد تړون تر ۲۰۲۴ کال پورې وغځول شو
author avatar
13 Jun 2023 - 14:56

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د افغانانو د لېږدولو او هلته د ځای پر ځای کولو تړون د ۲۰۲۴ زېږدیز کال تر ډسمبر میاشتې وغځاوه.

د ملېټري ډاډ کام (Military.com) وېب‌پاڼې راپور ورکړی چې د دغه تړون غځول تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د افغانانو د تخلیې له ایتلاف یا ایواک (AfghanEvac) موسسې سره لاسلیک کړ.

د راپورونو له مخې، افغان ایواک یوه غیردولتي موسسه ده او په سلګونو نورې غیردولتي ډلې – چې له افغانستان څخه د امریکا د سیمه‌ییزو همکارانو په ایستلو کې یې مرسته کړې – په دغه چوکاټ کې فعالیت کوي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د یاد تړون د تمدید پر مهال ویلي، د امریکا حکومت په دغه هېواد کې د افغانانو بیا مېشت کېدو ته ژمن دی.

بلینکن ویلي: «کله چې ولسمشر بایډن د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله او ژمنه یې وکړه چې متحده ایالتونه به د افغان همکارانو بیا مېشت کېدل او ځای بدلولو ته دوام ورکوي؛ ما دا اراده کړې چې دا ژمنه به پر ځای کوم او موږ به دا چاره په ګډه ترسره کوو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، امریکا په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې له سیاسي تحول وروسته له افغانستان څخه ۲۴ زره افغانان لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت په وار، وار ویلي چې عمومي بښنه یې اعلان کړې، په افغانستان کې امنیت ټینګ دی او بهر ته تللي افغانان دې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

Views: 335

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.