هرات (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): په هرات کې یو شمېر موټرپلورونکي وايي، سره له دې چې حکومت په جمعهبازار او دوشنبهبازار کې د موټرو پر پېر او پلور بندیز لګولی، خو بیا هم ځیني خلک د «تور بازار» له لارې ویشي یا ښيلاس موټر پلوري.
د هرات په پل پشتون سیمه کې د ګلستان موټرپلورنځي (بارګین) مسوول حاجي محمدعارف وايي، شاوخوا څلور میاشتې کېږي چې د موټرونو د پلور بازار بند دی؛ که څه هم حاضر دي چې خپل موټرونه له نرخ څخه کښته وپلوري خو پېرېدونکي نشته.
نوموړی زیاتوي، عادي خلک له هرات څخه فراه او یا نیمروز ته ځي، څو موټرونه پېري او ښار ته یې راولي او په تور بازار کې یې پلوري چې دې چارې د موټرپلورنځیو بازار ته ضربه رسولې ده.
هغه وویل: «عادي خلک چې وېشي یا ښيلاس موټر د هرات بازار ته واردوي، نه د مالیې ورکړې مسوولیت لري، نه کرایه ورکوي او نه هم د جواز لګښت پر غاړه لري؛ خو زموږ له خوا دغه ټول لګښت حکومت ته ورکول کېږي؛ له حکومته غواړو چې د دغه ډول خلکو د خپلسریو مخه ونیسي.»
د هرات یو بل موټرپلورونکی ملا احمد د موټرو د پلور بازار کمرنګه کېدو بل عمده دلیل د ترافیک ادارې له خوا د موټرو د ثبت لړۍ بولي او زیاتوي، د دغه بهیر لپاره ټاکل شوی وخت کافي نه و او لا هم په دغه ولایت کې زرګونه موټرونه له ثبت کېدو پاتې دي.
هغه هم ادعا کوي چې دولت ته ماليه ورکوي، خو هغه کسان چې په غيرقانوني ډول او له اسنادو پرته موټر پلوري، بايد تعقیب شي او قانوني چلند ورسره وشي.
دغه موټرپلورونکي چې د هرات ښار په تور بازار کې د موټرو د پېر او پلور د مخنیوي غوښتنه کوي، د دغه ولايت د ترافيکو له ادارې غواړي چې په ښار کې له موټرپلورونکو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
په دغه حال کې، د هرات د موټرپلورونکو اتحادیې رییس محمداسماعیل عادل د دغه ولایت د موټرپلورونکو د اندېښنو د تایید ترڅنګ وایي: «که څه هم د کورنیو چارو وزارت له خوا جمعهبازار بند شوی خو اوس هم ځینې معاملې کېږي او موږ د هغې د جدي څار غوښتنه کوو.»
هغه همداراز د ترافیکو په مدیریت کې د موټرونو د ثبت یادونه وکړه او ویې ویل: «د هرات د ترافیکو له مدیریته غواړو چې له قانوني اسنادو پرته، بل هیڅ سند دې د ترافیکو په مدیریت او ښاري چکپاینټونو کې دې نه مني.»
له بلې خوا، د هرات د ترافیکو عمومي مدیر غازي ذبیحالله اکبري وایي چې په هرات کې جمعهبازار یا هماغه تور بازار د موټرونو د شاسي نمبرونو بدلولو او ځینو نورو ناقانونه کړنو له امله بند شوی او له هغه وخت راهیسې له ۶۰ تر ۷۰ موټرونه چې غیرقانوني وو، د دغه مدیریت له خوا ضبط شوي دي.
هغه زیاتوي، د موټرو د اسنادو ثبت او راجسټرېشن لپاره کارت یا د پېرېدلو سېټې ته اړتیا ده چې دا چاره له رهنماګانو د موټر پېرلو پرته شونې نه ده او ډېر ژر به د موټر د ثبت بهیر په قانوني کېدو سره دغه ډول کسانو ته فرصت ورنکړل شي.
د يادونې ده، مخکې به جمعهبازار او دوشنبهبازار د هرات په «پل پشتون» کې جوړېدل چې هر چا به پکې موټر او موټرسايکلونه پېرل او پلورل، خو دغه کار د حکومت له لوري بند شوى، څو هر څوک چې موټر اخلي، بايد موټرپلورنځيو ته ولاړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP