جلالاباد (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړی شوی چې درې ورځې به دوام وکړي.
د ننګرهار ولايت د صنعت او سوداګرۍ رييس سیدعبدالبصیر پاچا وايي، په دغه نندارتون کې په سلو غرفو کې بېلابیل کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.
دی وایي چې یاد نندارتون د دغه ریاست په هڅو د «د سیکارام احمدي شرکت» او د «اکشن اېډ موسسې» په مالي لګښت جوړ شوی دی.
دی وايي، یاد نندارتون کې سل غرفې ځای پرځای شوي او مختلف کورني تولیدات په کې نندارې ته ايښودل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د دغه نندارتون جوړولو موخه کورنیو تولیداتو ته بازارموندنه او د پانګوالو ملاتړ دی.
د رنګونو جوړولو د يو صنعتي شرکت استازی بریالی امرخېل چې په دغه نندارتون کې یې د خپل شرکت تولیدات د بازار موندنې په موخه ايښي وايي، هیله يې دا ده چې خلک د کورنيو تولیداتو دغه نندارتون ته راشي، له تولیداتو خبر شي او نور بهرني تولیدات وانه خلي.
محبالله چې دغه نندارتون ته د نندارې لپاره ورغلی وايي، ډېر داسې شيان يې ولیدل چې پخوا يې فکر کاوه دا ټول يوازې له بهرنيو هېوادونو واردېږي.
تر دې وړاندې هم ننګرهار کې د صنعت او سوداګرۍ رياست له لوري کورنيو توليداتو ته د بازارموندنې په موخه ورته نندارتونونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د امنيتي چارو مرستيال مولوي محمدطاهر مبارز هم وايي، دوی د سوداګرو لپاره ښه امنيت تامین کړی، سوداګر باید په ډاډه زړه په دغه ولايت کې پانګونه وکړي.