ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان وردګو کې د ناچاوده توکو چاودنې یو کس وژلی

میدان وردګو کې د ناچاوده توکو چاودنې یو کس وژلی

author avatar
17 Jun 2023 - 17:17
میدان وردګو کې د ناچاوده توکو چاودنې یو کس وژلی
author avatar
17 Jun 2023 - 17:17

میدان‌ښار (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د میدان وردګو په مرکز میدان‌ښار کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله یو کس وژل شوی دی.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند یوسف اسرار پژواک خبري اژانس ته وویل، نن غرمه ۱۲ بجې د ولایت د مرکز په بازار کې په راټول کړای شوو زړو اوسپنو کې چاودنه شوې چې له امله يې د حریم‌ګل په نوم یوه کاروباري ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه، وژل شوی کس د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و چې په میدان وردګو کې يې د زړو اوسپنو کاروبار کاوه.

اسرار وویل، دوی پخوا هم د زړو اوسپنو له راټولوونکو غوښتي وو چې د تېرو جګړو د ناچاودو توکو له راټولولو دې ډه‌ډه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.