ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روان کال لسګونه بهرنيو سیلانیانو د بدخشان له سیاحتي ځایونو لیدنه کړې

روان کال لسګونه بهرنيو سیلانیانو د بدخشان له سیاحتي ځایونو لیدنه کړې

author avatar
26 Jun 2023 - 14:18
روان کال لسګونه بهرنيو سیلانیانو د بدخشان له سیاحتي ځایونو لیدنه کړې
author avatar
26 Jun 2023 - 14:18

فیض‌اباد (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د بدخشان سیمه‌ییز مسوولین وايي، روان کال د ګرځندوی لپاره ښه کال و او لسګونو بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له سیاحتي ځایونو او جاذبو څخه لیدنه کړې ده.

د مسوولینو په وینا، سیلانیانو له جهیلونو، لوړو څوکو، ګرمو چینو او دویم ملي پارک واخان څخه لیدنه کړې چې د دولت د عوایدو لوړېدو ترڅنګ، ځايي کورنیو د محلي محصولاتو د خرڅلاو له لارې خپل لګښتونه هم پوره کړي دي.

یو امریکایی سیلاني اسټون کیوګور چې په لومړي ځل افغانستان ته راغلی، بهرنیو سیلانیانو ته د امینت پر ټینګښت د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ پژواک ته وویل، د ګرځندوی جاذبې، وحشي ژوي، طبیعي ښکلاګانې، سیمه‌ییز محصولات، د فیض‌اباد ښار، اشکاشم او واخان ولسوالۍ او نورو سیمو فرهنګي شتمنۍ د دې لامل شوی چې افغانستان ته سفر او د دغه ولایت له بېلابېلو سیاحتي ځایونو څخه لیدنه وکړي.

هغه وايي: «امنیت ډېر ښه دی، د ګرځندوی پر وړاندې هیڅ ستونزه نشته، افغانان تل میلمه‌پال وو او افغانستان د سیاحت لپاره غوره هېواد دی، د نړۍ له نورو سیلانیانو غواړم چې افغانستان ته راشي او له جاذبو یې لیدنه وکړي.»

د بغلان ولایت اوسېدنکی عبدالباسط خیام -چې د بدخشان د بهارک ولسوالۍ له تفریحي او ګرځندوی سیمو لیدنه کوي- د دې ولسوالۍ د اب هوا او سیندونو پر ستاینې سربېره وايي، د ډېرو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د لیدلو شاهد دی چې دغو سیمو ته راغلي او له ښایسته ځایونو یې لیدنه کوي.

نوموړی هغو سیلانیانو ته چې تر اوسه یې د سیاحت داسې سیمې یې نه دي لیدلې، بلنه ورکوي څو بدخشان ته سفر وکړي او له زړه راکښونکو ځایونو څخه لیدنه وکړي.

هغه له حکومته هم غواړي چې په هېواد کې د ګرځندوی صنعت د پياوړتيا په موخه د بهرنيو او کورنيو سيلانيانو راجلبولو لپاره په دغو سيمو کې غرفې جوړې او اسانتياوې برابرې کړي.

هغه ټینګار کوي چې روان کال یې په دغو سیمو کې لسګونه بهرني سیلانیان لیدلي چې له دغه درکه د ملي عوایدو پر ډېرېدو او د ځايي خلکو د محصولاتو د خرڅلاو کچې په لوړېدو خوښي ښيي.

په ورته وخت کې، د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی آمر صدیقي لعلزاد، بدخشان یو له سیاحتي ولایتونو څخه بولي چې تل ګڼ شمېر سیلانیان ورڅخه لیدنه کوي.

هغه زیاتوي: «د روان کال له پيله د ايټاليا، امريکا، روسيې، چين او نورو هېوادونو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لسګونه سيلانيان له دويم ملي پارک واخان، جهيلونو، رڼو چينو، نوشاخ قلې، کلتوري جاذبو، وحشي ژويو او دنګو غرونو، په ګډون د بدخشان له ګرځندوی جاذبو څخه ليدنه کړې او ښې خاطرې يې له ځانه سره وړې دي.»

خو نوموړي د روان  کال د سیلانیانو کره شمېر په اړه معلومات ورنکړل.

هغه زیاتوي چې د سیلانیانو په ډېرېدو سره حکومت او د سیمې اوسېدونکي ښه عاید ترلاسه کوي.

نوموړی په بدخشان کې د پوره امنیت له ټینګښته ډاډ ورکوي او له سیلانیانو غواړي چې دغه ولایت ته سفر وکړي او له چاپېریال څخه یې خوند واخلي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.