Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل خاک‌جبار کې د امیرغازي بند پاکولو چارې پیل شوې

د کابل خاک‌جبار کې د امیرغازي بند پاکولو چارې پیل شوې

author avatar
4 Jul 2023 - 11:43
د کابل خاک‌جبار کې د امیرغازي بند پاکولو چارې پیل شوې
author avatar
4 Jul 2023 - 11:43

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د اوبو او برېښنا وزارت وایي، د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کۍ د  امیرغازي بند پاکولو چارې پیل شوې او د دې پروژې په بشپړېدو سره به دوه زره هکټاره ځمکه خړوبه شي.

د اوبو او برېښنا وزارت معلوماتو له مخې، د دغه بند په پاکولو، ترمیم او بیا فعالولو سره به ۱،۲ میلیون متره مکعب اوبه زېرمه شي، دوه زره هکټاره کرنيزه ځمکه به تر اوبو لاندې شي او لس زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

دغه بند چې پر «بند غازي» شهرت لري د امیر امان‌الله خان په وخت کې جوړ شوی دی.

د اوبو او برېښنا وزارت نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د یاد بند پاکولو پروژه پرانیستل شوه او دغه چاره د افغان برکي سوداګريز شرکت له خوا په رضاکارانه توګه ترسره کېږي.

سرچینې زیاته کړې، د کابل منځنۍ سينديزې فرعي حوزې ریيس مولوي تایب د دې پروژې پرانيستې پر مهال وویل چې د دغه بند پاکول او ترميم تر ځمکه لاندې اوبو د پياوړتيا او د اوبو مديريت په برخو کې يو ارزښتناک او اغېزناک ګام دی.

دغه راز د کابل سينديزې حوزې د ساتنې او مراقبت مدير انجنير جاوېداحمد ویلي، هڅه به وکړي چې د بند کاسې له پاکولو سره هم‌مهاله د بند د ترميم او بيارغونې په برخه کې هم فعاليتونه پيل شي.

په ورته مهال، د خاکجبار ولسوال ملا غلام‌صديق دانش او د دې ولسوالي يوه قومي مشر د یادې پروژې پلې کولو په برخه کې د سيمه‌ييزو مسوولينو او خلکو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.