ګردېز (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د ځینو ولایتونو لسګونو ځوانانو د پکتیا اریوب ځاځي ولسوالۍ تفريحي پارک پاکولو لپاره حشر وکړ.
دغه حشر پرون د یوه خیریه بنسټ له خوا تنظیم شوی و او لسګونو کسانو برخه پکې اخیستې وه.
د خوست اوسېدونکي نقیبالله ځلاند چې په دغه حشر کې يې برخه اخیستې وه، پژواک خبري اژانس ته وویل، پارکونه ملي شتمني ده او ساتنه يې د هر وګړي مسوولیت دی.
هغه زیاته کړه، د اختر په شپو ورځو کې سیلانیانو د دغه پارک په هره برخه کې پلاستیکونه او نور اضافي شیان اچولي وو چې اوس د یوه حشر په پایله کې پاک شو.
د حشر تنظیموونکي او د سېلاب خیریه بنسټ مشر سیداحمد سېلاب وویل: «د يو شمېر ځوانانو او چارواکو په ملتيا مو د ځاځي اريوب ولسوالۍ تفريحي پارک پاک کړ، د اوبو څلور ذخیرې جوړې او سل کثافتدانۍ مو هم پکې نصب کړې.»
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سیدمحمد سعید هم په دغه حشر کې برخه اخیستې وه.
هغه پژواک ته وویل: «په هيواد کې د ډاډمن امنيت له برکته تفريحي او زيارتي سيمو ته د خلکو ورتګ ډېر شوی او اړوند رياست هم په دې برخه کې کار کوي چې سيلانيانو ته پکې د اوسېدو او تفريح اسانتياوې رامنځته کړي.»
نوموړي زیاته کړه، دوی به د اریوب ځاځي پارک کې سیلانیانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.
هغه وویل: «په یو شمېر ولایتونو کې څلور تفریحي سیمې په نښه شوې چې د اړتیا وړ ودانۍ او هوټلونه به پکې جوړ شي چې د اریوب ځاځي پارک هم پکې شامل دی.»
د هغوی د معلوماتو له مخې، په تېر لوی اختر کې دغه پارک ته د هېواد له بېلابېلو سیمو ۸۵ زره سیلانیان ورغلي وو.
Views: 266
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن