کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د انګلیستان پارلمان د دفاعي کمېټې مشر ویلي چې هېواد يې باید په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له سرپرست حکومت سره دې په دې اړه خبرې پیل کړي.
بيبيسي په یوه راپور کې ویلي، د انګلیستان پارلمان د دفاعي کمېټې مشر ټوبیاس ایلووډ چې تازه د افغانستان له سفره راستون شوی، ټیلېګراف ورځپاڼې ته لیکلي: «هغه جدي پرمختګ کتلی او باوري دی چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې له طالبانو سره خبرې پیل شي، که څه هم دا به ډېرو ته ښه نه ښکاري.»
ټوبیاس اېلووډ د انګلیستان د واکمن محافظهکار ګوند غړی دی.
هغه زیاته کړې، دا ګامونه ځکه حیاتي دي چې افغانستان یو ځل بیا بېثباتۍ، ترهګرۍ او ډلهییزې کډوالۍ ته دننه نه شي.
توبیاس اېلووډ ویلي: «د امنیت ښه کېدل، د خلکو ازاد تګ راتګ، د پخواني حکومت پر مهال د پراخ اداري فساد ورکېدل او د نشهيي توکو د تور کاروبار پیکه کېدل افغانستان کې مهم بدلونونه یاد کړي.»
دغه بریتانوي سیاستوال د کجکي برېښنا بند په څېر د ځینو پروژو فعالېدل او د کانونو استخراج هم په افغاستان کې د پرمختګ نښې بللې دي.
هغه چې د پوځ په ریزرف کې ډګروال هم دی په دې مقاله کې ليکلي، که لوېدیځ په افغانستان کې د وضعیت ښه کېدل غواړي نو یوې عملي ستراتیژي ته اړتیا لري.
دی زیاتوي، انګلیستان بايد له هر څه مخکې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانيزي په دې اړه دې د افغانستان له سرپرست حکومت سره خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې چې د اسلامي امارت له بېرته راتګ څخه شاوخوا دوه کاله تېريږي خو تر اوسه د هيڅ هېواد له خوا پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو بيا هم یو شمېر هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه پرانيستې دي.
Views: 104
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن