کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزات وايي، د څو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې په درېیو ولایتونو کې څه د پاسه دوه زره جرېبه ځمکه د کوکنارو له کروندو پاکه کړې ده.
دغه وزارت نن د چنګاښ ۲۷مه پر ټویټر لیکلي، د کوکنارو کښتونو د تخریب کمپاین په لړ کې، له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو څانګړو عملیاتو په ترڅ کې د غور په پسابند او تیوره ولسوالیو کې تر دوه زره جرېبه ډېره ځمکه له کوکنارو څخه پاکه کړې ده.
سرچینې لیکلي، یو جرېب ځمکه یې د دایکنډي په اشترلي او لسګونه جرېبه نوره یې د میدانوردګو په جلرېز ولسوالۍ کې هم د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.
د یادونې ده، د (Alcis) په نوم یوه بریټانیايي سازمان له لوري د یوې ترسره شوې سروې د پایلو په راپور کې – چې د روان کال په غبرګولي میاشتې کې خپور شوی و- راغلي، سږ کال په هلمند ولایت کې د نورو کلونو په پرتله د کوکنارو د کرکېلې کچه ټيټه شوې ده.
په دغه راپور کې راغلي، په ۲۰۲۲ مېلادي کال کې په هلمند کې پر۱۲۰ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو چې دغه اندازه په ۲۰۲۳ کال کې ۱۰۰۰ هکټاره ته کمه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې څه باندې ۷۰ سلنه تریاک په هلمند ولایت کې کښت کېدل.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن