غزنيښار (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د غزني د مرکز بېلابېلو سيمو قومي مشرانو پرېکړه کړې چې له دې وروسته کورنۍ له زوم څخه د لوړ ولور او د واده ډېرو لګښتونو په نوم د پيسو اخيستو حق نه لري.
د غزني د علماوو، متصوفینو او متنفذینو مجمع او د دغه ولایت د مرکز استازو عمومي شورا د واده د لګښتونو په اړه دوولس مادهییزه پرېکړهلیک صادر کړی چې په کې ولور درې سوه زره افغانۍ او سره زر ۲۰ ګرامه ټاکل شوي.
دغه راز په پرېکړهلیک کې راغلي، د ودونو تالار ته به له ۷۰۰ کسانو ډېر نه بلل کېږي، د کوژدې په نوم مراسم منع دي، د زوم د کالیو او شېرینيخوري مراسم به د غرمې له ډوډۍ وروسته وي او یو شمېر نورې مادې په کې شاملې دي چې د ودونو او د کوژدې په مراسمو کې منع اعلان شوي.
د غزني قومي مشران دغه پرېکړه په داسې حال کې کوي چې پر زوم د ډېر لګښت منل پر دود بدل شوی؛ پخوا د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د زوم له کورنۍ تر يو میليون افغانيو پورې د ولور په نوم اخيستل کېدې.
د غزني ښار يوه قومي مشر اغامحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پرېکړه ځکه شوې چې د غزني په ډېرو سيمو کې ولور او د ودونو لګښتونه ډېر لوړ دي چې له امله يې ډېر ځوانان په ګاونډيو هېوادونو کې د ولور پوره کولو لپاره سختۍ ګالي.
هغه زياته کړه: «ډېر داسې ځوانان هم شته چې لوړ ولور نه شي پوره کولی، ترڅنګ یې بېکاري هغه لامل دی چې سلګونه ځوانان نشهيې توکو ته مخه کوي او ژوند یې د دې مرګوني بدې پدېدې ښکار کېږي.»
قومي مشر حاجي محمد برکات پژواک ته وويل، په غزني کې مختلف قومونه مېشت دي چې ډېرو یې په ګډه د ځینو بدو رواجونو او دودونو پر وړاندې تړون کړی.
هغه زیاته کړه: «دا چې سيمهییز قومي مشرانو ولور ټيټ کړی او د ودونو په لګښتونو کې یې کموالی راوستلی، په دې برخه کې به يو مثبت خوځښت رامنځته کړي.»
په ورته وخت کې يوه ځوان عصمتالله د قومي مشرانو د دې پرېکړې هرکلی کوي او وايي، څلور کاله کېږي کوژده یې کړې خو د ولور او د واده د لګښت پيسې يې تر اوسه نه دې برابرې کړې.
هغه زیاته کړه: «پر ولور سربېره د ناوې کورنۍ د زوم پر کورنۍ د واده د مراسمو ملاماتوونکي لګښتونه هم تحمیلوي چې ډېری ځوانان له دې پلوه له ستونزو سره مخ دي.»
دغه راز د غزني یو شمېر دیني عالمان هم د قومي مشرانو یاده پرېکړه پر ځای بولي او وايي، دوی به په دغه کار کې د مشرانو ملاتړي وي.
د غزني ښار یو دیني عالم مولوي حاجيمحمد پژواک ته وویل، دیني عالمان د هغو غونډو او پرېکړو ملاتړ کوي چې په هغو کې د خلکو ګټه وي او له لارې یې ټولنیزې ستونزې حل شي.
نوموړي د لوړ ولور او د ودونو ډېر لګښت په اړه د قومي مشرانو یاده پرېکړه پر ځای وبلله او هيله يې څرګنده کړه چې د نورو ټولنیزو ستونزو هواري لپاره دې هم وخت په وخت جرګې او مرکې جوړې شي.
د غزني ولایت سیمهییز مسوولين هم د قومي مشرانو دغه اقدام ستايي او زیاتوي چې لا هم د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د لوړ ولور او ودونو کې د ډېر لګښت ننګونې شته .
د غزني د والي ویاند حافظ عمر د سیمې له نورو سپینږیرو، قومي مشرانو او دولتي مسوولينو وغوښتل چې له یادو قومي مشرانو سره په ګډه کار او په دې برخه کې دې د هغوى ملاتړ وکړي.
د يادونې ده، غزني ښار د هېواد له نسبي لویو ښارونو دی چې تر یو میلیون وګړي په کې ژوند کوي؛ دا لومړی ځل دی چې د ښار مختلف قومي مشران د لوړ ولور او د ودونو زياتو لګښتونو مخنیوي په اړه پرېکړه کوي.
Views: 3741
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن