فېروزکوه (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د غور کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په دولتیار او چهارسدې ولسوالیو کې د اوبو دوو شبکو په بشپړېدو سره زرو کورنیو څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
د یاد ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیحالله غوثيزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوبورسونې دغه شبکې چې د یادو ولسوالیو په کلیو کې جوړې شوي، نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
هغه زیاته کړه: «د دولتیار ولسوالۍ په شرشر او عُلیا کليو کې د اوبورسونې پر شبکو ۱۳،۲ میلیونه افغانۍ او د چهارسدې ولسوالۍ د مینار خورنج درې د اوبو پر پروژې ۱،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.»
نوموړي زیاته کړه، دغه پروژې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ او د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه جوړې شوي دي.
د هغه په خبره، د یادو شبکو له لارې په یادو ولسوالیو کې زرو کورنیو څښاک اوبو ته لاسرسی موندلی دی.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې ۱۴۱۲۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
بلخوا، د یادو ولسوالیو ځينو اوسېدونکو د یادو پروژو له جوړېدو خوښي ښودلې ده.
د غور د دولتیار ولسوالۍ یو اوسېدونکی محمدګل وایي: «مخکې مو له ډېرو لرو ځایونو اوبو راوړلې، اوس ډېر ښه کار وشو؛ اوبه زموږ د کور مخې ته راغلې او زموږ هغه ستونزې چې له لرې ځای به مو اوبو راوړلې، حل شوي.»
د چهارسدې ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالرووف هم د یادې شبکې له امله خوښي څرګندوي او وایي: «مخکې به د اوبو پسې ډېرو لرو ځایونو ته تللو، ډېرې ستونزې وې اوس ښه کار وشو چې اوبه زموږ کور ته نږدې راغلې دي.»
د دغو دوو ولسوالیو اوسېدونکو هم ژمنه وکړه چې د یادو شبکو ساتنه او څارنه به کوي څو له تخریبه یې مخنیوی وشي او دوی وکولی شي تر ډېرو کلونو ورڅخه استفاده وکړي.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن