ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رینا امیري د قطر بهرنیو چارو وزیر له مرستیالې سره د افغان ښځو پر ملاتړ غږېدلې

رینا امیري د قطر بهرنیو چارو وزیر له مرستیالې سره د افغان ښځو پر ملاتړ غږېدلې

author avatar
2 Aug 2023 - 13:45
رینا امیري د قطر بهرنیو چارو وزیر له مرستیالې سره د افغان ښځو پر ملاتړ غږېدلې
author avatar
2 Aug 2023 - 13:45

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان د ښځو او بشري حقوقو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي چې د قطر بهرنیو چارو د وزیر مرستیالې سره یې له افغان ښځو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقوقو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یوه ټویټ کې ویلي، د قطر بهرنیو چارو د وزیر له مرستیالې لوله‌الخاطر سره یې لیدلي دي.

هغې لیکلي، په یاده لیدنه کې د زده‌کړو په برخه کې له افغان ښځو او نجونو د ریښتیني ملاتړ او اقتصادي پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

ورته مهال، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم د یوه ټویټ په خپرولو سره لیکلي چې په دوحه کې یې د سرپرست حکومت د استازو سره د افغانستان د ګټو په اړه دوه ورځنۍ غونډې پای ته رسولې دي.

هغه څرګنده کړې: «موږ د هېواد اقتصادي وضعیت، بشري حقوقو، بشري اړتیاوو، امنیتي ژمنو، ټول ګډون حکومت او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په اړه بحث وکړ.»

د هغه په وینا، د افغانستان له خلکو د ملاتړ او ګټو خوندي کولو لپاره د داسې غونډو او دیالوګونو دوام ته اړتیا ده.

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.