ژبه

بلخ کې د فابریکو مسوولین: کورنیو تولیداتو ته ورته پر واردېدونکو توکو دې بندیز ولګول شي

مزارشریف (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۲): بلخ کې د څپلیو او بوټانو د تولیدي فابریکو مسوولین وایي، که له بهره د دوی تولیداتو ته ورته پر واردېدونکو توکو بندیز ونه لګول شي؛ نو د دوی فابریکې به له سقوط سره مخ شي.

هغوی دغه راز وایي، د تېرو کلونو په پرتله یې کاروبار پيکه شوی او د کارکوونکو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دى.

بلخ کې د محمد‌حسین نیسم په نوم د څپلیو او بوټانو د یوې تولیدي فابریکې مسوول وایي، د پخوا په پرتله یې کاروبار کم شوی او له درې پایې ماشینونو یې اوس یوازې یو ماشین فعال دی.

هغه زیاتوي چې پخوا یې کارخونې کې له سلو ډېر کارکونکي درلودل خو اوس یې تر نیمایي ډېر رخصت کړي ځکه کاروبار نشته دى.

login or register a new account.