منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې د فابریکو مسوولین: کورنیو تولیداتو ته ورته پر واردېدونکو توکو دې بندیز ولګول شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۳۹ کتنې

مزارشریف (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۲): بلخ کې د څپلیو او بوټانو د تولیدي فابریکو مسوولین وایي، که له بهره د دوی تولیداتو ته ورته پر واردېدونکو توکو بندیز ونه لګول شي؛ نو د دوی فابریکې به له سقوط سره مخ شي.

هغوی دغه راز وایي، د تېرو کلونو په پرتله یې کاروبار پيکه شوی او د کارکوونکو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دى.

بلخ کې د محمد‌حسین نیسم په نوم د څپلیو او بوټانو د یوې تولیدي فابریکې مسوول وایي، د پخوا په پرتله یې کاروبار کم شوی او له درې پایې ماشینونو یې اوس یوازې یو ماشین فعال دی.

هغه زیاتوي چې پخوا یې کارخونې کې له سلو ډېر کارکونکي درلودل خو اوس یې تر نیمایي ډېر رخصت کړي ځکه کاروبار نشته دى.

نوموړی د خپل کاروبار پیکه کېدو لامل له بهره د دوی تولیداتو ته ورته واردېدونکي توکي ګڼي او له حکومته غوښتنه کوي چې مخه يې ونيسي.

خان‌محمد د یوې بلې فابریکې مسوول هم وایي چې کورني تولیدات له بهره د واردېدونکو توکو څخه باکیفیته دي خو دا چې په ارزانه بیه پلورل کېږي د دوی کاروبار یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

هغه زیاتوي، چې پخوا بلخ کې تولید شوي څپلۍ او بوټان ازبکستان او تاجکستان هېوادنو ته صادرېدل خو اوس نه یوازې دا چې صادرات یې بند شوي ورسره یې کاروبار هم له سقوط سره مخ دی.

په همدې حال د یادو فابریکو کارکوونکي هم اندېښنه ښيي که حکومت د فابریکو ستونزو ته رسېدنه ونه کړي ښایي دوی هم خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د دغو فابریکو یو تن کارکوونکی عبدالقدوس وایي، ورځ کې ۲۰۰ افغانۍ دلته له کار کولو ترلاسه کوي.

هغه وایي که حکومت د فابریکو ستونزې حل نه کړي او ملاتړ یې ونه کړي نو ممکن ده ته ورته سلګونه خلک خپلې دندې له لاسه ورکړي.

اغا‌محمد یو بل کارکوونکی هم وایي، چې پخوا ورسره شاوخوا سل کسانو په فابریکې کار کاوه خو اوس د ده په ګډون ٢٥ کسان پر کار بوخت دي او که دغه حالت دوام وکړي نو ممکن دا نور کارکوونکي به هم خپلې دندې له لاسه ورکړي.

بلخوا د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین، دغو فابریکه‌لرونکو ته د ملاتړ ډاډ ورکوي.

د بلخ صنعت او سوداګرۍ رییس امیرمحمد متقي وایي، هڅه کوي د نندارتونونو په جوړولو سره د کورنیو تولیداتو د ودې او بازار موندنې برخه کې له هغوی سره مرسته وکړي.

هغه زیاتوي، د کورنیو تولیداتو د کیفیت او کمیت له ارزونې وروسته به پر هغو توکو - چې له بهره هېواد ته واردېږي او د هغوی پر کاروبار یې منفي اغيز کړی- هم تعرفه لوړه کړي.

د یاد ریاست د شمېرنې له مخې اوسمهال په بلخ ولایت کې ۱۸ د بوټانو او څپلیو تولیدي فابریکې فعالیت کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد