ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کوریا سیالۍ؛ افغان لوبغاړي د تکواندو نړۍوال اتل ته په ماتې ورکولو د سروزرو مډال وګاټه

د کوریا سیالۍ؛ افغان لوبغاړي د تکواندو نړۍوال اتل ته په ماتې ورکولو د سروزرو مډال وګاټه

author avatar
12 Aug 2023 - 03:48
د کوریا سیالۍ؛ افغان لوبغاړي د تکواندو نړۍوال اتل ته په ماتې ورکولو د سروزرو مډال وګاټه
author avatar
12 Aug 2023 - 03:48

اټلانټا (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۲) : د تکواندو ملي فدراسیون وايي، تېره ورځ افغان لوبغاړي علي‌اکبر امیري په کوریا کې په تکواندو سیالیو کې نړۍوال اتل ته په ماتې ورکولو سره د سروزرو مډال وګاټه.

د تکواندو فدراسیون ویاند ذبیح‌الله شهزاد د زمري په ۲۱مه، پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي چې امیري د تکواندو ازادو سیالیو کې خپلو کاناډايي، قزاقي، کوریایي، او نایجیریایي سیالانو ته ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د افغانستان په تاریخ کې د جي ۲ په سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه.

هغه وایي چې په دې سیالیو کې له بېلابېلو هېوادونو څخه سلګونه لوبغاړو برخه اخیستې ده.

د یادونې ده، د امیري د سویلي کوریا سیال عبدل اوسوفو په برازیل کې د المپیکي سیالیو نایب قهرماني او په نایجیر هېواد کې د نړۍوالې قهرمانۍ مډال ګتلی و، چې له افغان لوبغاړي څخه یې ماته وخوړه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.