منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

راشدخان او عظمت‌الله عمرزي د ای‌سي‌سي تازه درجه‌بندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۸ کتنې

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۵): د کرکټ نړۍوالې شورا په تازه درجه‌بندۍ کې راشد خان د شل‌اوریزو او یو ورځنیو لوبو د توپ‌اچوونکو او عظمت‌الله عمرزي د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په درجه‌بندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي دي.

د کرکټ نړی‌والې شورا د یو ورځنیو لوبو د توپ‌اچوونکو په تازه درجه‌بندۍ کې راشدخان د ۷۱۴ نومرو په ترلاسه کولو یو ځل بیا په لومړي ځای کې راغلی دی.

همدارنګه د شل‌اوریزو لوبو د توپ‌اچوونکو په تازه درجه‌بندۍ کې راشدخان بیا د ۷۲۰ نومرو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړی او پاکستاني ورو توپ‌اچوونکي ابراراحمد بیا دویم مقام ترلاسه کړی دی.

دغه‌راز، له دې مخکې راشدخان د شل‌اوریزو لوبو په درجه‌بندۍ کې په دویم او پاکستانی ابراراحمد په لومړي مقام کې و.

د کرکټ نړی‌والې شورا د یو ورځنیو لوبو الروانډرانو درجه‌بندۍ کې د ۳۳۷  نومرو په ترلاسه کولو عظمت‌الله عمرزی یو ځل بیا په لومړي مقام کې راغلی دی.

دغه‌راز عمرزی له دې مخکې هم د یو ورځنیو لوبو الروانډرانو درجه‌بندۍ کې په لومړي مقام کې و.