کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان رېلپټلۍ اداره وايي چې تېره اونۍ د هېواد رېلپټلیو له لارې څه باندې ۹۲ مټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.
دغي ادارې پر ټویټر لیکلي چې دغه انتقالات د روانې زمري میاشتې له ۱۳مې تر ۱۹مې نېټې شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې ۶۹ زره او ۴۶۳ ټنه توکي د حیرتان بندر، ۱۱ زره او ۴۰۵ ټنه د تورغونډۍ او ۶۰۸۳ مټریک ټنه توکي د اقینې بندرونو له لارې هېواد ته وارد شوي دي.
په دغه ټويټ کې راغلي چې د همدغو بندرونو له لارې له هېواده پنځه زره ۸۳۴ مټریک ټنه صادرات هم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان رېلپټلۍ ادارې د زمري په ۷مه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام غونډه کې ویلي وو، دغې ادارې په ۱۴۰۱ کال کې د هېواد د رېلپټلیو له لارې څه باندې ۴،۵ میلیون مټریک ټنه توکي صادر او وارد کړي چې دغه کچه په ۱۴۰۲ کال کې ۳،۶ میلیون مټریک ټنه ته رسېدلې ده.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن