ایبک، بامیان (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې د سمنگان اړوند د خرم سارباغ – ایبک پر لار او د بامیان یکهولنګ ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان ولایتي روغتون امر سید عثمان حمیدي د زمري په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه ناوخته د خرم سارباغ او ایبک پر لاره یو کرولا موټر چپه شوى چې له امله یې دوه ښځې مړې شوې او د دوو ماشومانو په ګډون شپږ کسان ټپيان دي.
هغه زياتوي چې ټپیان دا مهال د سمنګان ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او د څلورو هغو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.
که څه هم د يادې ترافيکي پېښې لامل تر اوسه نه دى په ګوټه شوى خو ډېرى مهال داسې پېښې د موټرچلوونکي بېاحتياطۍ او يا هم د سړک خرابوالي له امله رامنځته کېږي.
دغه راز د بامیان یکهولنګ ولسوالۍ کې هم ترافیکي پېښه شوې ده.
د باميان امنيې قوماندانۍ وياند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په یکهولنګ ولسوالۍ ګې د يوه سوزوکي موټر چپه کېدو له امله د څلورو ښځو په ګډون شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، دغه پېښه پرون د یکه ولنګ ولسوالۍ د “فيروز بهار” کلي کې له عمومي سړکه د موټر وتلو او چپه کېدو له امله شوې دي.
هغه زیاتوي چې د دې پېښې ټپيان د امنیتي کسانو له خوا د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن