کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): اسلاماباد کې د افغانستان سفارت سرپرست، کابل کې د پاکستان سفارت له سرپرست سره په لیدنه کې د افغانانو لپاره د پاکستاني ویزو او تورخم او سپینبولدک کې د خلکو د تګ راتګ په برخو کې د شته ننګونو پر حل هوکړه کړې ده.
پاکستان کې د افغانستان سفارت نن (چهارشنبه) پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي، د ا.ا.ا سرپرست سفیر محمدسردار احمد شکیب، کابل کې د پاکستان سفارت له سرپرست عبیدالرحمن نظاماني سره په اسلاماباد کې کتلي دي.
سرچینې لیکلي: «لیدنه کې د یو لړ دوه اړخیزو موضوعاتو ترڅنګ، افغان اتباعو لپاره د پاکستاني ویزو او همدارنګه په تورخم او بولدک کې د خلکو د تګ راتګ په برخه کې ستونزې په جدي ډول مطرح شوې او په دې برخه کې د شته ننګونو پر ژر تر ژره حل موافقه وشوه.»
اسلاماباد کې د افغانستان سفارت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېری افغانان پاکستان ته د تګ راتګ پرمهال له ستونزو سره مخ کېږي او د یاد هېواد د پولیسو له خوا وخت نا وخت ځورول کېږي او زندانونو ته اچول کیږي.
Views: 72
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن