[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۲): د اسلاماباد عالي محکمې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان سزا ځنډولې خو په یوه بله قضیه کې لا په زندان کې ساتل شوی.
له دې مخکې یوې لومړنۍ محکمې عمران خان ته د دولتي ډالیو پلورل کېدو یوه جرم کې پر درې کاله بند محکوم او نااهله ګرځولی و.
خو د اسلاماباد عالي محکمې له څو ورځو بحثونو وروسته د وږي په ۷مه د هغه سزا وځنډوله او د خوشي کولو امر یې وکړ.
د عمران خان مدافع وکیل شېرافضل خان مروت د دوشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، که د بهرنیو هېوادونو تحفو کې د مالي غبن قضیه کې محکمه د عمران خان سزا وځنډوي نو د دې لپاره چې عمران خان په نورو قضیو کې هم ښکېل دی نو د هغه سمدستي خوشي کېدل امکان نه لري.
د اسلاماباد عالي محکمې د مشر قاضي عامر فاروق او طارق جهانګیري په ګډون دوه کسیز پلاوي د دوشنبې په ورځ د عمران خان د سزا په خلاف محکمې ته په شوي غوښتنلیک کې د تحریک انصاف ګوند او د حکومتي وکیلانو دلیلونه اورېدلي او پر دې قضیه باندې یې خپله پرېکړه خوندي کړې وه.
د اسلاماباد عالي محکمې خپله پرېکړه د سه شنبې ورځې له غرمې مخکې اعلان کړه.
[/restrict]
Views: 60
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن