کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د مصر په پلازمېنه قاهره کې یوې جنایي محکمې ټلوېزیوني ویانده «سارا خلیفه» او ۱۱ نور کسان د نشهیي توکو اړوند په یوه قضیه کې له مجرم پېژندل کېدو وروسته په اعدام محکوم کړي دي.
الجزیرې د الاهرام ورځپاڼې په حواله راپور ورکړی چې د قاهرې جنایي محکمې دغه کسان د یوې منظمې جنايي شبکې د جوړولو په جرم محکوم کړي؛ هغه شبکه چې د نشهیي توکو د تولید لپاره د موادو په برابرولو او د نشهیي توکو په قاچاق کې یې فعالیت کاوه.
د راپور له مخې، په دې قضیه کې ټول ۲۸ کسان تورن وو چې له ډلې یې نهه نور په عمري بند محکوم شوي او اوو کسانو ته برائت ورکړل شوی دی.
د راپور پر بنسټ، ۳۹ کلنه سارا خلیفه تر ډېره د مصر د خصوصي «المحور» ټلوېزیوني شبکې د «ناممکن ماموریت» په نوم د امنیتي او جنايي پروګرام د ویاندې په توګه پېژندل کېږي.
په راپور کې راغلي چې سارا خلیفه د ښکلا جراحۍ یو کلینیک او د پروګرامونو د تنظیم یو شرکت هم اداره کاوه.
سرچینه لیکي چې هغې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د څېړنو پر مهال یې ویلي چې بېګناه ده.
د مصر څارنوالۍ ویلي چې یادې شبکې د مصنوعي نشهیي توکو د تولید لپاره اړین خام مواد له بهر څخه واردول، په استوګنیزو کورونو کې یې ساتل او د نشهیي توکو په تولید کې یې کارول.
د څارنوالۍ په وینا، د دې شبکې غړو د موادو د برابرولو، تولید او وېش دندې په خپل منځ کې وېشلې وې. چارواکو همداراز د څېړنو پر مهال د بېجوازه وسلو او مهماتو د موندلو خبر هم ورکړی دی.
د راپور له مخې، د محکمې یاد حکم وروستی نه دی او تورن کسان کولای شي پر وړاندې یې د بیاکتنې غوښتنه وکړي.
الجزیرې لیکلي چې سارا خلیفه د ۲۰۲۵ کال په اپرېل میاشت کې د همدې قضیې په تړاو نیول شوې وه او د شنبې په ورځ په یوې بلې جلا قضیه کې د خپل موټرچلوونکي د وهلو او له هغه د ویډیو اخیستو په تور په درې کاله بند هم محکومه شوې ده.