کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۵): د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له استازو سټیو ویټکاف او جېرډ کوشنر سره د روسیې او اوکراین جګړې د پای ته رسولو په اړه لیدلي او خبرې یې کړې دي.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې دغه لیدنه پرون (شنبه) په کرملین کې له درېیو ساعتونو ډېره د تړلو دروازو تر شا روانه وه.
د راپور له مخې، د پوتین د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف له دې لیدنې وروسته ویلي چې خبرې «رغنده، صریح او ګټورې» وې؛ خو د خبرو د مشخصو پایلو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
په راپور کې راغلي چې له دغو خبرو سره هممهاله روسیې او اوکراین هوکړه کړې چې د یو بل پر پلازمېنو به بریدونه دروي.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور پر بنسټ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د خبرو اترو پر مهال پر روسیه له بریدونو ډډه وکړي.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف هم ویلي چې پوتین امر کړی څو د شنبې شپې له نیمايي د درېیو ورځو لپاره پر اوکراین هیڅ برید ونه شي.
د یادونې ده، ویټکاف او کوشنر به نن (یکشنبه) د اوکراین پلازمېنې کییف ته سفر وکړي.
دا د سولې د بهیر په لړ کې د هغوی اوکراین ته لومړی سفر دی.