کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د یمن په سوېل لوېدیځ کې د حکومتي ځواکونو او حوثیانو ترمنځ د تېرو څو ورځو نښتو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او نږدې ۱۸۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي.
فرانس پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه نښتې د تعز ولایت په ځینو برخو او بابالمندب تنګي ته څېرمه سیمو کې روانې وې او په وژل شویو کې د دواړو لورو کسان او یو شمېر ملکي وګړي شامل دي.
د یمن د حکومتي ځواکونو دوو پوځي چارواکو ویلي چې د شنبې له غرمې د یکشنبې تر سهاره د دوی ۸۴ سرتېري وژل شوي دي.
په راپور کې د حوثیانو اړوندو سرچینو له قوله راغلي چې په همدې موده کې د دې ډلې ۵۷ کسان هم وژل شوي دي.
د راپور له مخې، د دواړو لورو له پوځي او روغتیايي سرچینو راټولې شوې شمېرې ښيي چې د نښتو د وروستي پړاو له پیله تر اوسه د وژل شویو کسانو ټول شمېر تر ۳۰۰ اوښتی دی.
په راپور کې راغلي چې حوثیانو د پنجشنبې په ورځ عملیات پیل کړل او ورسره د مُخا بندري ښار پر لور په غځېدلو لارو او بابالمندب تنګي ته څېرمه سیمو کې نښتې سختې شوې.
د یمن د حکومت یوه پوځي چارواکي ویلي چې د شنبې ماښام د نښتو له امله د تعز او مُخا ترمنځ غځېدلې لاره تړل شوې وه.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د تعز ولایت په مقبنه او جبل حبشي سیمو کې د نښتو او توپچي بریدونو له امله شاوخوا ۱۷۹۰ کورنۍ بېځایه شوې دي.
ملګرو ملتونو د نښتو پر دوام اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې د جګړې شدت ښايي د یمن د خلکو لپاره نورې بشري او اقتصادي ستونزې هم رامنځته کړي.
بابالمندب تنګی د نړیوالې بېړۍچلونې له مهمو لارو څخه دی چې سره بحیره د عدن خلیج له لارې له هند سمندر سره نښلوي.