کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): کابل کې د ترکیې سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او یوه ترکي شرکت افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره ورځ کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ایرګینآی سره د مخه ښې ناسته وکړه.
د ریاست الوزراء دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې مولوي عبدالکبیر د ترکیې له سفیر غوښتي چې ترکي سوداګر او پانګهوال افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
ده ویلي، اسلامي امارت چمتو دی چې ترکي پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي چې افغانستان او ترکیه ګډ اوږد تاریخ لري او اسلامي امارت هڅه کوي چې د ترکیې له حکومت سره نږدې او مثبتې اړیکې وپالي.
د خبرپاڼې له مخې، جهاد ایرګینآی ویلي چې افغانستان کې یې د سفیر په توګه ډيپلوماټیک ماموریت پای ته رسېدلی دی.
هغه له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې له دې دندې وروسته به هم د افغانانو د ستونزو د حل لپاره کار وکړي.
د یو بل خبر له مخې، یوه ترکي شرکت افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
د اقتصاد وزارت وایي، د ترکیې «انټرنشنل ایکونومیک ګلوبل سنټر» مشر سردار موسی چلبی د دغه وزارت له سرپرست قاري دین محمد حنیف سره لیدنه کې ویلي چې له نورو ترکي پانګوالو سره افغانستان کې د انرژۍ او کرنې برخو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP