تالقان (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د تخار د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، د تخار – بدخشان لویې لارې چې ۵۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د بیارغولو چارې پیل شوې.
د تخار د ټولګټو چارو رییس مولوي امیرخان حذیفه وویل، د یاد سړک بیارغونه کې داغګیري، د استنادي دېوالونو، سټنډرډ واش، د شاخانه درې سیمه کې د ویجاړ شوي پل او جالۍ لرونکو دېوالونو جوړول شامل دي، له تالقان ښاره پيل او د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې پای ته رسېږي.
د هغه په خبره، ټاکل شوې د یادې ۵۸ کیلومتره لارې بیارغولو چارې به د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.
ورته مهال، ځیني موټرچلوونکي د دې پروژې پيلېدو هرکلی کوي او وايي چې د لارې خرابوالي له امله له ډېرو کلونو راهیسې له ستونزو سره مخ دي.
د کلفګان ولسوالۍ لین یو موټرچلوونکی قاري ذبیحالله چې هره ورځ پر دغه سړک تګراتګ کوي وایي: «د تخار – بدخشان لاره څو کاله مخکې جوړه شوې وه خو وروسته پخواني حکومت یې مراقبت ته هیڅ پاملرنه ونه کړه، په ژمي کې به کله کله له دې امله چې په شاخانه درې سیمه کې پل نړېدلی و، په ساعتونه مو انتظار ایست څو له پله واوړو.»
نوموړی زیاتوي، خوښ دی چې د حکومت له خوا د یاد سړک بیارغولو چارې پيل شوي خو ټینګار کوي چې مسوولین دې د کار له بشپړېدو وروسته د سړک ساتنې او حفاظت ته جدي پاملرنه ولري.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن