[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۲): په لومړي ځل د عبدالنصیر یاسیني په نوم یو افغان د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د جمهوریتغوښتونکو (ریپبلیکن) ګوند د مسلمانانو کمېټې مشر ټاکل شوی دی.
یاسیني له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وویل چې دا ټاکنه په کلیفورنیا کې د دغه ګوند مشرې جسیکا او مرستیال کورین رېنکن له خوا د ګوند په کمېټه کې د رایو په اکثریت سره وشوه.
هغه زیاته کړه: «زه لومړی افغان یم چې په دغه ګوند کې د ایالت په کچه د مسلمانانو د کمېټې د مشر په توګه ټاکل شوی یم.»
هغه وویل، د جمهوریتغوښتونکو ګوند له مسلمانانو سره ښې اړیکې لري؛ دوی او مسلمانان ځیني ګډ مشترکات لري خو ډیموکراتان له دین سره سروکار نه لري، د اسقاط حمل پلوي دي خو مسلمانان او جمهوریتغوښتونکي له دې سره مخالف دي.
هغه زیاته کړه، دی غواړي نه یوازې افغانان، بلکې د دغه ځای مېشت مسلمانان دې ته وهڅوي چې له جمهوریتغوښتونکو سره یو ځای شي او په ټاکنو کې رایه هم ورکړي.
په کلیفورنیا کې د افغان کلتوري ټولنې مشر وایي، په کومو سیمو کې چې مسلمانان ډېر اوسېږي، دوی به هلته مسلمانان کاندید کړي څو کانګرېس او سنا ته لاره پیدا کړي.
د یاسیني په وینا، دوی به دا هڅه هم کوي چې افغانان د امریکا سیاست ته راوباسي او د دغه ځای په حکومتولۍ او سیاست کې فعاله ونډه ولري، څو دوی نه یوازې د خپلو افغانانو د خدمت مصدر وګرځي، بلکې د افغانستان په اړه د امریکا په سیاست کې هم رغنده رول ولوبوي.
هغه زیاته کړه: «زما هڅه دا ده چې نه یوازې په کلیفورنیا ایالت کې، بلکې د امریکا په کچه د افغانانو او ټولو مسلمانانو لپاره کار وکړم او د یو اغېزناک سیاسي او ټولنیز ځواک په توګه د امریکا په سیاست کې مطرح شم.»
د یاسیني په وینا، تر اوسه یې په دغه ایالت کې د افغان کلتوري ټولنې په چوکاټ کې افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې د خدمت او د هغوی د تنظیمولو چارې پر مخ وړې دي.
په کلیفورنیا کې په لوی شمېر افغانان اوسېږي؛ په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته د لسګونه زرو په شمېر ورغلي نوي افغانان هلته مېشت شوي دي.
په کلیفورنیا کې د هند د مسلمانانو ټولنې مشر نثاراحمد د یاسیني د انتخاب هرکلی کړی، هغه ډاډ ورکړی چې په ګډه به د مسلمانانو لپاره کار او فعالیت کوي.
دغه راز په کليفورنیا ایالت کې مېشت فرهاد یوسفزي د لومړي ځل لپاره په کلیفورنیا ایالت کې د جمهوریت غوښتونکو (ریپبلیکن) ګوند د مسلمانانو کمېټې د مشر په توګه د عبدالنصیر یاسیني پر ټاکل کېدو خوښي څرګنده کړې او دا یې د افغانانو لپاره یو ښه زېری بللی دي.
عبدالنصیر یاسیني د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی؛ ۵۰ کاله عمر لري، په افغانستان، پاکستان او امریکا کې یې زدهکړې کړې دي، هغه له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د امریکا په کليفورنیا ایالت کې مېشت دی او هلته د سوداګرۍ کاروبار لري.
د یادونې ده، د امریکا پخواني ولسمشران رنالډ ریګن، جارج بش او ډونالډ ټرمپ د جمهوریتغوښتونکو یا ریپبلېکن ګوند له خوا کاندید شوي وو.
باید وویل شي چې تېر کال یوه افغانيالاصله امریکایۍ عایشه وهاب د امریکا په منځنۍ دورې ټاکنو کې د کليفورنیا ایالتي شورا ته بریالۍ شوې ده.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP