ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

اروزګان کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

author avatar
25 Sep 2023 - 14:31
اروزګان کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه
author avatar
25 Sep 2023 - 14:31

ترینکوټ (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ د چارواکو، علماوو او قومي مخورو په منځګړتوب سوله وشوه.

مسوولینو وايي، یادې کورنۍ د پوټي کلاچې کلي اوسېدونکي او ګاونډیان دي؛ شاوخوا یو کال مخکې يې د ماشومانو پر سر ترمنځ شخړه شوې وه چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی و او یو بل ټپي وو.

د اروزګان د اطلاعات او فرهنګ رییس قاري اغا ولي قریشي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملا عبدالغفور او رحمت‌الله د کورنیو ترمنځ یوه کلنه دښمني چې د یوه کس وژل کېدو او یوه بل کس ټپي له امله رامنځته شوې وه، تېر ماښام د چارواکو د هڅو، ديني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړتوب پای ته ورسېده.

هغه زیاته کړه: «اسلامي امارت د ولسونو ترمنځ د اختلافاتو د حل او یووالي راوستو لپاره هڅې پيل کړې او له دې مخکې هم په دغه ولایت کې ګڼې دښمنۍ پر دوستیو بدلې شوې دي.»

نوموړي له منځګړو کسانو مننه وکړه چې د ولایت په هره سیمه کې دغه ډول روغو جوړو لپاره زمینه برابره وي او د جرګې په توګه دښمنو کورنیو ته ورځي.

په ورته وخت کې د اروزګان یوه دیني عالم مولوي اخترمحمد وویل، د خوښۍ ځای دی چې دوه دښمنې کورنۍ یو او بل ته د ورورۍ او دوستۍ غېږې ورکوي.

هغه زیاته کړه، دا ډول غونډې د الله ج له رحمت او برکته برخمنې وي.

یاد دیني عالم له نورو هم وغوښتل چې تر خپل منځ ستونزو او دښمنیو ته حل پیدا او سره پخلا شي؛ ځکه وايي چې دښمني پالل نسلونو ته مرګونه په میراث پرېښودل دي.

د جرګې یوه غړي مفتي عبدالله رباني وویل: «یوه اونۍ مخکې د دیني عالمانو او قومي مخورو یوې اته کسېزې ډلې د رحمت‌الله او ملا عبدالغفور کورنیو ترمنځ د شته دښمنۍ حل لپاره منځګړتوب پیل کړ.»

وایي، دواړو کورنیو د منځګړو غوښتنې په ورین تندي ومنلې او روغې ته یې غاړه کېښوده.

رباني زیاتوي، د یادو کورنیو ترمنځ یو کال مخکې د مرکز ترینکوټ اړوند  په پوټي کلاچه سیمه کې پر یوې کلیوالي موضوع لومړی لفظي او وروسته فزیکي شخړه شوې وه.

هغه وایي، همدا شخړه د رحمت‌الله د تره د زوی پر وژل کېدو او د ملا عبدالفغور د وراره پر ټپي کېدو تمامه شوې وه.

د نوموړي په خبره، دواړو کورنیو ژمنه کړې چې مخکنۍ دښمني به د تل لپاره له یاده باسي او له دې وروسته به د وروڼو په څېر ژوند کوي.

په ورته وخت کې د وژل شوي کس د تره زوی رحمت‌الله وایي، له دې وروسته دوی د عبدالغفور له کورنۍ سره هیڅ ډول ستونزه نه لري.

دی وايي، دښمني د هيچا په ګټه نه ده او له مرګ او بدمرغۍ پرته بل هيڅ لاسته راوړنه نه لري.

نوموړی وايي، هماغه ډول چې الله تعالی مسلمانان یو د بل وروڼه بللي نو لازمه ده چې دغه امر هر مسلمان عملي کړي او بل مسلمان د ځان ورور وګڼي او د دښمنۍ پر ځای دوستي ورسره وپالي.

د مقابلې کورنۍ مشر ملا عبدالغفور هم خوښي څرګندوي چې نور يې دښمني پر دوستي بدله شوه.

دی وايي چې له دې وروسته به له مقابل لوري سره دښمني نه پالي، بلکې د ورور په شان به صمیمانه ژوند ورسره کوي.

Views: 159

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.