ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان او جوزجان کې د ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه شوي

اروزګان او جوزجان کې د ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه شوي

[restrict paid=”true”]

شبرغان، ترینکوټ ( پژواک، ١١ تله ١٤٠٢): ځایي مسوولین وایي چې اروزګان او جوزجان ولایتونو کې په ترافیکي پېښو کې څلور کسان مړه شوي دي.

د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني وایي، پېښه نن ماښام اووه بجې د ښار اړوند په کندهار اډې سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، په یاده سیمه کې د موټر او موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله دوه کسان د موټرسایکل سپرلۍ مړه شوي او د موټر دوه سپرلۍ ټپیان دي.

هغه وایي، د پیښې ټول قربانیان ځوانان دي او ټپیان ولایتي روغتون ته انتقال شوي.

د یو بل خبر له مخې، د جوزجان ولایت په فیض‌اباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او یو کس ټپي دی.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وایي، د مزار – شبرغان پر لویه لاره د سراچه موټر او ټېلر ترمنځ د ټکر له امله دوه کسان مړه شوي او یو تن ټپي شوی چې د سراچې سپرلي وو.

[/restrict]

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.