چاریکار (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۲): د پروان امنیه قومانداني وایي، یو سړی چې درې ورځې مخکې له دغه ولایته لادرکه شوی و، مړی یې نن په چاریکار ښار کې موندل شوی دی.
د پروان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالرحیم مسکینیار پژواک خبری اژانس ته وویل، د یاد کس مړی د چاریکار دویمې امنیتي حوزې اړوند «کجکي ایشان» ساحې په یوې کرونده کې د امنیتي ځواکونو له خوا موندل شوی دی.
د هغه په خبره، یاد کس سردار اغا نومېده او د یاد ولایت د مرکز د «توغبردی» کلي اوسېدونکی و چې درې ورځې مخکې له همدې سیمې ورک شوی و.
هغه وویل، د یاد سړي جسد د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوی او د دې قضیې په تړاو درې کسان نیول شوي دي.
د هغه په خبره، نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP