کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): هسپانیا کې د افغانستان سفارت وایي، د هېواد او خلکو استازیتوب کوي او په قونسلي چارو کې د ستونزو د حل په موخه، د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره تعامل کې دی.
هسپانیا کې د افغانستان سفارت په هسپانیا کې مېشتو افغانانو ته خبر ورکړی، لیکلي یې دي: «سفارت د هېواد او خلکو استازیتوب کوي او تاسو ګرانو هېوادوالو ته د غوره او پر وخت قونسلي خدماتو پر وړاندې کولو کې د ستونزو د حل په موخه؛ دا سفارت د قونسلګرۍ په چارو کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کی دی او د قونسلګرۍ د اسنادو تصدیق لیکونه د معمول په څېر په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته استول کېږي.»
سرچینه زیاتوي، مراجعین کولای شي د قونسلي خدمتونو ترلاسه کولو په موخه له دوشنبې تر جمعې د سهار له نهو د ماسپښین تر ۳ بجو، دغه سفارت ته مراجعه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې هالند کې د افغانستان سفارت هم دوې ورځې مخکې ویلي وو چې له بهرنیو چارو وزارت سره ورته تعامل لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن