Language

پروان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي

چاریکار (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د پروان د مرکز چاریکار په خواجه‌خېلو سیمه کې د ترافیکي پیښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پروان امنیې قوماندانۍ خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه پرون له غرمې وروسته شاوخوا پنځه بجې هغه مهال وشوه چې یو سراچه موټر د یاد ولایت له سیدخېلو ولسوالۍ مرکز چاریکارو ته پر لار و.

په خبرپاڼه کې راغلي: «[یاد موټر] د خواجه‌خېلو سیمه کې پر بایسکل‌ سپور یو کس وهلی او مړ شوی دی.»

سرچینه زیاتوي، موټرچلوونکی او درې نور کسان ټپیان شوي او د پروان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.