منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۳ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پروان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۸۸ کتنې · تازه شوی

چاریکار (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د پروان د مرکز چاریکار په خواجه‌خېلو سیمه کې د ترافیکي پیښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پروان امنیې قوماندانۍ خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه پرون له غرمې وروسته شاوخوا پنځه بجې هغه مهال وشوه چې یو سراچه موټر د یاد ولایت له سیدخېلو ولسوالۍ مرکز چاریکارو ته پر لار و.

په خبرپاڼه کې راغلي: «[یاد موټر] د خواجه‌خېلو سیمه کې پر بایسکل‌ سپور یو کس وهلی او مړ شوی دی.»

سرچینه زیاتوي، موټرچلوونکی او درې نور کسان ټپیان شوي او د پروان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک موندنو له مخې، د روان لمریز کال په شپږو میاشتو کې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۳۷۴ کسان مړه او ۳۱۰۵ نور ټپیان شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې