کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د مالیې وزارت د درزلرونکو جستي اوسپنیزو نلونو وارداتي ګمرکي تعرفه له لس سلنې شل سلنې او د وارداتي بیټریو له پنځه سلنې اته سلنې ته لوړه کړې او چسپ لرونکې ښیښهیي پلاستیکي کڅوړو ته یې ۲۵ سلنه تعرفه ټاکلې ده.
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تعرفې د وږي میاشتې په ۲۹مه ټاکل شوې وې او تېره اونۍ (د تلې اتمه) د مالیې وزارت د مقام له لوري منظور شوې دي.
سرچينې لیکلي، د درزلرونکو جستي اوسپنیزو نلونو وارداتي ګمرکي تعرفه له لس سلنې ۲۰ سلنې ته او د وارداتي بیټریو ګمرکي تعرفه له پنځه سلنې اته سلنې ته لوړه شوه.
د خبرپاڼې له مخې، د وچو مېوو او کالیو لپاره چسپ لرونکي ښیښهیي پلاستیکي کڅوړې چې پخوا په نورو کوډونو کې د ۵۰ سلنې تعرفې په لرلو سره محصولېدې او اوس ورته ملي کوډ جوړ او د کمرګي محصول لپاره ۲۵ سلنه تعرفه ورته وټاکل شوه.
مالیې وزارت وایي، یادې نوې منظور شوې تعرفې د تلې له نهمې نېټې د هېواد په ټولو ګمرکو کې د پلې کېډو وړ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP