پارون (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۲): د نورستان ولایت امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې «د مقاومت جبهې» یو غړی وژلی دی.
د نورستان ولایت امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ شوې ده.
سرچینې لیکلي: «نورستان ولایت دواب ولسوالۍ بجیګل کلي کې د مجاهدینو له خوا په یوه کشفي عملیاتو کې محبالله ولد سیدرسول چه د جبهه مقاومت والا غړی و، ووژل شو.»
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونه هیچاته اجازه نه ورکوي چې د نورستان امنیت ته خنډ واقع شي.
Views: 151
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن