کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د دغه وزارت کارکوونکو او ښوونکو د هرات له زلزلهځپلو کورنیو سره د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو مرسته وکړه.
په تېره میاشت او له هغه وروسته په هرات او شاوخوا ولایتونو کې يې پرلهپسې زلزلي وشوې.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې د هرات په زندهجان او غوریان ولسوالیو کې د زلزلې له امله له ۴۰۰۰ ډېرو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او ګڼ شمېر کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د افغانستان پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ياد وزارت سرپرست مولوي حبیبالله آغا د لارښوونې له مخې د دغه وزارت اړوند کارکوونکو او ښوونکو د یو اسلامي او بشر دوستانه اقدام په ترڅ کې، د هرات له زلزلهځپلو کورنیو سره د ۱۱ میلیونه او ۳۲۹ زره ۹۷۰ افغانیو نغدي مرسته وکړه.
سرچينه زياتوي، ټاکل شوې چې یاده مرسته به د وزارت د مشرتابه له لوري په رسمي ډول اړوندو ادارو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان ملي دفاع وزارت هم د هرات زلزلهځپلو هېوادوالو لپاره د کورونو جوړولو په موخه د ۳۶ میلیونه او ۵۷۴ زره افغانۍ مرسته وکړه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن