ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان د سرپرست لومړي وزیر انوارالحق په نوم د استاد غفور لېوال لیک
د پاکستان د سرپرست لومړي وزیر انوارالحق په نوم د استاد غفور لېوال لیک
د پاکیستان سرپرست  لومړی وزیر ښاغلی انوارالحق خان،
روغ اوسې.
یوه ویډیو مې دې وکتله، حیران شوم. د روایتي تاریخ څه بې بنسټه کیسه دې کوله، چې ګواکې تاسو چا خرڅ کړي یاست… او یا په کراچۍ کې تر کابل و پېښور و کوټې ډېر پښتانه ژوند کوي…
ښاغلیه،
له وینا دې ښکارېده، چې انګریزي دې زده ده، په انګریزۍ ژبه کې ګڼ داسې اکاډمیک کتابونه شته او دا درزده کولای شي، چې علمي تاریخ لیکنه څه ده؟ څنګه باید له تاریخي پېښو سره هوښيار چلند وکړو؟ او څنګه یې له تاریخه زده کړو؟
پر علمي بنسټونو ولاړې دا څو لارښوونې واوره:
لومړی:
د تاریخي افغانستان خاوره بېرته راخپلول او ډیورند ړنګول، د افغان ولس (ملت) غوښتنه ده، افغان ولس تاسو خرڅ کړي نه یاست، بلکې که د خاورې بېلېدو هوکړې پر مجبورو، ناروغو او ګواښ لاندې امیرانو تپل شوي وي، په دې کې نه د ملت اراده شامله ده، نه یې هغو مستبدو امیرانو استازولي کوله او نه هم هغه مستبد امیران په تاریخ کې له دې ملامتۍ خلاص شوي دي. د خاورې بېلتون و پيوستون د ولسونو صلاحیت دی، نه د واکمنو. دا جبر هغه ښکېلاکي ځواک پر افغان امیرانو په زوره تپلی، چې ته یې اوس هم (ولایت) بولې او جوړ کړی قانون یې اوس هم تاته تر هرڅه مقدس دی.
دویم:
گندمک څنګه وتپل شو؟
امیرشېرعلي خان د خپل هېواد د ژغورلو لپاره په منډو رامنډو کې د ۱۸۷۹ زیږدي د فبرورۍ پر ۲۱ مه زاره‌چاودی شو. زوی یې محمد یعقوب خان اووه کاله د بالاحصار په زندان کې ربړول شوی و، یو ناروغ، وېرېدلی، له رواني ناروغۍ کړېدلی بې ارادې بنیادم چې انګریزانو ته په لاس ورغی، ګندمک هوکړه یې پرې لاسلیک کړه، په دې کې د افغان ولس کومه اراده ګورئ، چې تاسو به یې خرڅ کړي یاست؟
درېیم:
ډیورند څنګه وتپل شو؟
امیرعبدالرحمن خان په ۱۸۸۰ کې واکمن شو، په کابل کې یې د ناستې ځای نه و، پاچايي یې له یوه کرايي کوره پیل کړه. ده د افغانستان نوې اداره جوړه کړه، وطن یې یو لاس کړ، خو د استبداد و شکنجو په زور. دغه مستبد واکمن د انګریز ضد پاڅون ملي مشران یا ووژل یا یې له وطنه وشړل. ډيورند په داسې یوه پاچا وتپل شو، چې د خپل ولس له سرونو څخه یې لسګونه کله منارونه جوړ کړي دي. لسګونه زره افغانان یې وژلي او یا یې په تورو څاه ګانو او زندانونو کې ربړولي دي. هغه پر خلکو داسې ورځې راوستې، چې خرڅېدل پرې شرف لري. تاسو څنګه یو لوی ملت د داسې یوه امیر په کړنه ګرموئ، چې پر هغو یې ژوند دوزخ ګرځولی و؟
تاسو د تاریخ د هماغې دورې ټول جبرونه، ځواک، حالت او شرایط پېژندلي دي؟
ولس له هماغه پیله هغه امیران غندلي او په تاریخ کې یې په تورو نومونو ثبت کړي، چې د وطن د تجزیې تور یې له نومونو سره تړل شوی دی. ولس په هېڅ یوه تور بېلوونکي تړون کې ګرم نه دی. هیچا یې رایه نه وه غوښتې، هیچا یې نظر پوښتلی نه وو.
څلورم:
د نړۍ لویو زبرځواکونو جرمني هم وېشلې وه. ډیورند خو لا فرضي کرښه ده، چې پر هوکړه‌لیک یې د افغانستان د امیر نه مهر شته نه لاسلیک، د جرمني په زړه (برلین) کې یې د ډبرو دیوال پورته کړی و او پر سر یې برېښنايي لوڅ مزي تېر شوي و دغه دیوال یې وسپنیزه پرده ګڼله. خو جرمن ملت دا ویش نه و منلی، چې وخت یې راغی او ملت اراده وکړه، هغه د شرم تاریخي دیوال یې دوړه کړ. په ۱۹۸۹ کال کې چې جرمنانو دغه دیوال نړاوه، هیچا داسې ونه ویل، چې موږ هېټلر خرڅ کړي و یا فردریش ویلهلم پیک (د ختیزې جرمني لومړنی واکمن، چې د روسانو له سره لښکر سره برلین ته راغی او واکمن شو) پلورلي وو.
دا چې هېټلر، پیک، امریکا، شوروي او انګریز هرڅه کړي وو، بېله خبره وه، خو جرمن ملت غوښتل سره یو شي! بیا نو تاریخ ستاسو تر مخ دی.
پینځم:
ښاغلی لومړی وزیر!
دا څه مانا، چې په کراچۍ کې تر پېښور او کویټې او یا کابل پښتانه ډېر دي؟ هسې خو موږ په میلیونونو پښتانه په هیندوستان کې هم لرو. دلته کیسه یوازې د پښتنو نه ده. کیسه د افغان او افغانستان ده. تاریخي افغانستان د افغان ملتپالنې پر بنسټ جوړیږي، نه پر دې بدلېدونکیو سرشمېرنو، چې پښتانه نن چېرته څومره دي؟
شپږم:
هو ریښتیا، دې ته هم خواشینی یم، چې د افغان‌ځورونې او د تاریخ د تر ټولو تورې کډوال‌ربړونې کرغېړن تاریخي شرم یې هم ستا په لمن داغ کړ. د خپل مصنوعي هېواد تاریخ وګوره! هېڅ ټاکل شوي (!) واکوال دې لا خپله دوره بشپړه کړې نه ده، ته خو لا لنډمهالی سرپرست یې. څرګنده نه ده، چې څه به درپېښ شي؟ یا به د خپل لومړني سلف لیاقت‌علي خان غوندې د کوم پښتون ځوان په تومانچه ووژل شې، یا به لکه ذوالفقار علي بوټو اعدام شې، یا به لکه جنرال ضیاءالحق په الوتکه کې والوځې، یا به لکه مېرمن بې‌نظیره په سر وویشتل شې، یا به د نواز شریف غوندې تبعید او یا هم عمران خان غوندې د زندان مېلمه شې. دا واک به در پاتې نه شي، خو د خپل ولس په تاریخ کې به په کوم نوم یاد شې؟ دا مهمه ده. ستا د سرپرستۍ پر مهال افغان ملت یو لوی ټکان ولید، راویښ شو، ته او ستا استخباراتي نظام یې لا ښه وپېژاند.
د یوه ملت د یووالي، ارادې، عزم او پاڅون لپاره دغه درد و زخم چې تا ورکړ، بیخي بس دي. نور به وړاندې کتل کیږي، چې څه پېښيږي.
لوی تاریخي افغانستان د ملت داعیه ده او دا داعیه ژوندۍ ده، ځکه ملت ژوندی دي. ډېرو یې د وژلو ارمان خاورو ته وړی دی. ډېرو د دې ولس د خرڅولو هڅه کړې ده، خو ولس هيڅکله او هیچېرته نه خرڅيږي. د بشریت ټول تاریخ وګورئ! ولس خرڅېدلای نه شي. خو د دې ملت ټول هغه تور مخونه په یاد دي، چې د واک و ځواک لپاره یې ځانونه خرڅ کړي دي. خواشینی یم، چې په داسې یو دریځ کې دې وینم.
ځان سره پام کوه.
د خدای دې ښه وي.
عبدالغفور لېوال

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 173

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.