Language

میدان‌وردګو کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان ټپیان کړي

میدان‌ښار (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د میدان‌وردګو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د هاوان د یوې زړې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان ټپيان کړي دي.

د میدان‌وردګو د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د جغتو ولسوالۍ په خدران کلي کې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، چاودنه هغه وخت شوې چې یادو ماشومانو پر مرمۍ لوبې کولې.

امنیې قوماندانی لیکلي چې یاد ماشومان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.