ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ځینې ښاریان: د سپرليو موټرو د مخې سیټ کې په دوکه رانه پیسې وهل شوې دي

د کابل ځینې ښاریان: د سپرليو موټرو د مخې سیټ کې په دوکه رانه پیسې وهل شوې دي

author avatar
8 Nov 2023 - 17:11
د کابل ځینې ښاریان: د سپرليو موټرو د مخې سیټ کې په دوکه رانه پیسې وهل شوې دي
author avatar
8 Nov 2023 - 17:11

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): یو شمېر کابل ښاریان وایي، ځیني موټرچلوونکي – چې ظاهراً د ټکسي په بڼه کار کوي – خلک په دوکه د موټر د مخې سیټ کې کېنوي او غلا ترې کوي، خو پولیس له داسې کړنو د مخنیوي ډاډ ورکوي.

دا مهال کابل ښار کې د ټکسي موټرو ترڅنګ ځیني شخصي موټر هم د ټکسي په بڼه چلېږي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي ګل‌رحیم پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه موټرچلوونکي درې ورځې مخکې د سهار په شپږو بجو د شهرنو له انصاري څلورلارې د موټر په مخې سیټ کې پورته کړ، له لږ مزل وروسته یې بېرته ښکته کړ، خو د پیسو بټوه یې ترې غلا کړې وه.

هغه وايي: «په مخکې څوکۍ کې یو نفر و، زه یې له هغه سره کېنولم، هغه ډېر ښورېده چې ځای یې تنګ دی، له لږ څه مزل وروسته یې موټر ودراوه، زه یې ښکته کړم چې بل موټر کې لاړ شم، پام مې شو چې بټوه یې رانه وهلې وه، نور هغه موټر په ډېر سرعت لاړ.»

هغه زیاته کړه چې په بټوه کې یې تر ۱۷زره افغانۍ، اصلي الکترونیکي تذکره، دفتري او بانکي کارټونه، ۷۰۰ ام‌ټي‌اېن کرېډیټ او نور اړین توکي هم وو.

ګل‌رحیم زیاتوي: «هماغه مهال مې پولیس په جریان کې کړل، هغوی چېک‌پاینټونو ته خبر ورکړ، خو بیا تر ننه معلومات ونه شول.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی احمدشاه هم وایي: «درې میاشتې مخکې د کابل له میرویس میدان سیمې ښار ته تلم، موټر کې د شاته سیټ سوارلي پوره وو، زه مخکې له یوه بل نفر سره کېناستم، په لاره کې هغه کس ویل چې سیټ تنګ دی او ډېر ښورېده، څوکۍ مې وروسته کوله هغه نه کېده، موټروان ویل؛ یو ښکته شئ، زه چې ښکته شوم بټوه یې رانه وهلې وه.»

هغه زیاتوي چې په بټوه کې یې پنځه زره افغانۍ، د بانک کارت، د دفتر کارت، سلام سیمکارت او د زرو افغانیو په ارزښت د یوې مخابراتي شبکې کرېډیټ کارت وو.

هغه زیاته کړه چې پولیسو ته یې هغه مهال خبر ورکړ، خو کله چې په سیمه کې کمرې چېک شوې، غیرفعالې وې.

د کابل بل اوسېدونکی ثمرګل احمدي هم له ورته حالت سره مخ شوی دی.

هغه وايي: «یوه میاشت مخکې د کابل – مزار له اډې کوټه سنګي ته موټر کې وختم، څنګ ته مې یو کس ناست و، ویل یې چې ځای یې تنګ دی، موټروان ما ته وویل چې څوکۍ شاته کړم، څوکۍ کلکه نښتې وه، هیڅ نه کېده، وروسته ما ورته وویل چې زه په دې موټر کې نه ځم، موټر یې ودراوه، زه له موټره ښکته شوم، خو وروسته مې پام شو چې ۱۷زره افغانۍ یې رانه وهلې دي.»

ځینو خلکو پژواک ته ویلي چې په دا ډول له خلکو د غلا پېښې له پخوا شتون لري.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل چې د داسې پېښو په اړه ورته بېلابېل راپورونه رسېدلي او پولیسو هم په وخت اقدام کړی چې په پایله کې یې د پېښو ځیني عاملین نیول شوي او د نورو په لټه کې دي.

هغه زیاتوي: «د کابل پولیس په خپلو ټولو امکاناتو او چټکتیا سره د ټولو جنايي جرمنو مخنیوي په هڅه کې دي او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د کابل ښاریانو ژوند له خطر سره مخ کړي.»

ځدراڼ له پولیسو سره د ښاریانو همکاري اړینه بولي او زیاتوي چې په دغه ډول پېښو کې د تېر په پرتله د پام وړ کموالی راغلی.

د هغه په وینا، څېړنې ښیي چې د غلا په پېښو کې تر ۸۰ سلنه کموالی راغلی او لامل یې د پولیسو پر وخت اقدام او د مجرمینو نیول دي.

Views: 222

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.