ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان يو ځل بيا تورخم دروازه د ترانزيټ پر مخ وتړله

پاکستان يو ځل بيا تورخم دروازه د ترانزيټ پر مخ وتړله

author avatar
21 Nov 2023 - 14:10
پاکستان يو ځل بيا تورخم دروازه د ترانزيټ پر مخ وتړله
author avatar
21 Nov 2023 - 14:10

جلال‌اباد (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې پاکستاني لوري یو ځل بیا د تورخم دروازه له چلوونکو د پاسپورټ او ویزې غوښتنې په پلمه د ترانزیټ پر مخ تړلې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر مولوي صديق‌الله قريشي بدلون د لړم په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پاکستاني لوري نن غرمه یو ځل بیا د تورخم دروازه په دې پلمه د ترانزیټ پر مخ وتړله چې موټرچلوونکي باید ویزه او پاسپورټ ولري.

نوموړي زياته کړه، په تورخم کې د افغانستان کميسارۍ مسوولينو هم ورته اقدام کړی او هغو پاکستاني موټرچلوونکو ته اجازه نه ورکوي چې ويزه او پاسپورټ ونه لري.

د قريشي په وينا، مخکې به په دې لار د باروړونکو موټرو له چلوونکو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې غوښتنه نه کېده، خو نن يو ځل بيا پاکستاني لوري په همدې پلمه لاره د ترانزیټ پر مخ تړلې ده.

بلخوا په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونه وايي، د تورخم دروازې تړل کېدل نه يوازې افغان سوداګرو، بلکې پاکستاني سوداګرو ته هم زيان رسوي.

د سوداګرۍ خونې د صادراتو برخې مسوول شاکرالله ساپي پژواک ته وويل، هره ورځ د تورخم له لارې له ۶۰۰ تر ۷۰۰ پورې په سوداګريزو توکو بار لارۍ تګ راتګ کوي چې د دروازې په تړل کېدو به سوداګر لوی زيان وویني.

دی وايي: «اوسمهال زموږ تازه مېوې لکه انګور، انار، یا هم پياز، ذغال سنګ، شوکاڼي او نور د تورخم له لارې صادرېږي چې د پاکستان په ګډون اسيايي او اروپايي هېوادونو ته ځي خو که دروازه بنده شي، دا هر څه خرابېږي.»

د یادونې ده، درې میاشتې مخکې هم پاکستاني لوري د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړلې وه.

Views: 79

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.