Language

ماموندزي په هند کې د افغانستان سفارت له تړل کېدو خبر ورکړی

کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۲۰۴): هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي په داسې حال کې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت له تړل کېدو خبر ورکړی چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې هم د دغه سفارت مسوولینو ویلي وو، د سیاسي ملاتړ او امکاناتو نشتوالي امله اړ دي د سفارت دروازه وتړي.

دغه خبر په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي نن سهار پر خپله ټویټرپاڼه لیکلی او ځینو رسنیو هم خپور کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې هم په هند کې د افغانستارت سفارت مسوولینو ویلي وو چې د بېلابېلو لاملونو له امله اړ دي د دغه سفارت دروازه وتړي.

هغوی دغه لامولونه د هند حکومت له خوا د ډیپلوماتیک ملاتړ نشتوالی او په سفارت کې د امکاناتو کموالی ښودلي وو.

دغه څرګندونې د افغانستان سفارت په هغه مکتوب کې شوې وې چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر ۲۵مه د هند بهرنیو چارو وزارت ته استول شوی و.

د تېرې تلې میاشتې په ۱۴مه د یاد خبر له خپرېدو وروسته د هند بهرنیو چارو وزارت وویل چې په نوي ډیلي کې به د افغانستان سفارت خپلو چارو ته دوام ورکړي.

نړۍوالو رسنیو د هند بهرنیو چارو وزارت د ویاند اریندام باغچي له قوله خبر ورکړی و چې دوی په دغه هېواد کې له افغان ډيپلوماتانو سره په اړیکه کې دي.

هغه زیاته کړې: «په سفارت کې له افغان او هغو ډیپلوماټانو سره چې د ‎ممبیي او حیدراباد په قونسلګریو کې دي، په اړیکه ‎کې یو.»

باغچي زیاته کړې وه چې هېواد به يې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت او یا هم د هند حکومت تر اوسه د سفارت تړل کېدو په دې څه نه دي ویلي.