Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غور ځایي مسوولین: ژمي کې د دود تولیدوونکو سون توکو له استفادې ډډه وکړئ

فېروزکوه (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د غور د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي چې د ناپاکې هوا د ډېرېدو مخنیوي په موخه ژمي کې د خپلو کورونو ګرمولو لپاره له دود تولیدوونکو سون توکو استفاده ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد ولایت ځيني ډاکټران او اوسېدونکي وایي چې په ژمي کې د ښار او ولسوالیو ځیني خلک تر بل هر وخت ډېر د خپلو کورونو تودولو لپاره له دود تولیدوونکو سون توکو استفاده کوي چې دا چاره د چاپېریال ککړتیا او له امله یې د ډېرو ناروغیو او ستونزو رامنځته کېدو لامل کېږي.

د غور د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست غلام دستګیر نائب پژواک خبری اژانس ته وویل چې ژمي کې له دود تولیدوونکو سون توکو استفاده یوه جدي ستونزه ده چې د چاپېریال او هوا ککړتیا لامل کېږي.

هغه وویل: «د عامه پوهاوي کمپاین لرو چې خپل خلک پوه کړو چې له دود تولیدوونکو سون توکو استفاده هوا خرابوي، د ډېرو ستونزو لامل کېږي، هڅه کوو کوم ټیم چې لرو خلک پوه کړي او وکولای شو د هغو توکو چې دود تولیدوي، مخنیوی وکړو.»

په ورته وخت کې د غور د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر عبدالصمد نوري هم د اوبو او د هوا ککړتیا یوه عمده ستونزه بولي، وایي چې دا د ځینو ناروغیو خپرېدو لامل کېږي.

هغه وویل: «د چاپېریال ککړتیا د دې لامل کېږي چې لویان، ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته او سږي یې خراب شي، د اوبو او د چاپېریال ککړتیا پر هغو خلکو ډېره اغېزه کوي چې د شکر ناروغي لري او هغو ته د نورو بېلابېلو ناروغیو پیدا کېدو لامل کېږي.»

هغه د غور د چاپېریال ساتنې له ادارې مننه وکړه چې کمپاین یې پیل کړی او ویې ویل، کله چې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي د چاپېریال ککړتیا کمېږي.

نوموړي هم له خلکو غوښتنه وکړه چې په ژمي کې د خپلو کورونو د تودولو لپاره له دود تولیدوونکو توکو په ځانګړي ډول د پلاستیک له سوځولو ډډه وکړي چې روغتیا ته ډېر ضرر لري.

هغه وایي چې په ژمي کې ډېرې بې وزلې کورنۍ د خپلو کورونو تودولو لپاره د موټرو او موټر سایکلو له ټایرونو، پلاستیکونو او نورو دود تولیدوونکو توکو استفاده کوي.

د فېروزکوه ښار یو اوسېدونکی عبدالمتین وایي چې ډېر خلک د بې وزلۍ او نادارۍ له امله مجبور دي چې د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره، له ټایرونو، پلاستیکونو او سوي مبلایل څخه استفاده وکړي.

دغه راز د فېروزکوه ښار یو بل اوسېدونکی خیرمحمد انوري هم وایي چې د ټایرونو او پلاستیکونو سوځولو ترڅنګ، د ډبرو سکاره او دغه راز د دغه ولایت د کوڅو او سړکونو دوړې او خاورې هم یوه ستونزه ده چې د چاپېریال ککړتیا لامل کېږي.

هغه وویل: «له ډبرو سکرو هم خلک استفاده کوي چې دا هم ډېر دود لري او مضر دي له بلې خوا د ښار کوڅې او سړکونه هم خامه دي کله چې موټر تګ راتګ کوي دوړې او خاورې ډېریږي او چاپېریال ککړوي.»

نوموړی هیله څرګندوي چې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي څو د هغو توکو له سوځولو مخنیوی وشي چې د چاپېریال ککړتیا لامل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.