جلالاباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، پاکستاني لوري د تورخم دروازه يو ځل بيا د ترانزيټ پر مخ تړلې او دمګړۍ له دواړو خواوو باروړونکي موټر د تګ راتګ اجازه نه لري.
د تورخم کمیسار مولوي عصمتالله یعقوب وايي چې د تورخم دروازه د پاکستان له لوري یو ځل بیا د ترانزیټ پر مخ وتړل شوه.
نوموړي وویل، تېره شپه ناوخته پاکستان غوښتل تورخم دروازې ته څېرمه د افغانستان لور ته شل متره مخکې د لوحې په پلمه یوه بله دروازه جوړه کړي چې دوی یې مخنیوی وکړ.
هغه زياته کړه، پاکستاني لوري د دغه کار غبرګون کې دروازه د ترانزیټ پر مخ وتړله او باروړونکو موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
یعقوب زیاتوي، د ستونزې حل په موخه له پاکستاني چارواکو سره خبرو ته چمتو دي.
بلخوا په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونه وايي، د تورخم دروازې تړل کېدل نه يوازې افغان سوداګرو، بلکې پاکستاني سوداګرو ته هم زيان رسوي.
د ننګرهار سوداګرۍ خونې د صادراتو برخې مسوول شاکرالله ساپي پژواک ته وويل، هره ورځ د تورخم له لارې له ۶۰۰ تر ۷۰۰ پورې په سوداګريزو توکو بار لارۍ تګ راتګ کوي چې د دروازې په تړل کېدو به سوداګر لوی زيان وویني.
دی وايي: «اوسمهال زموږ تازه مېوې لکه انګور، انار، یا هم پياز، ذغال سنګ، شوکاڼي او نور د تورخم له لارې صادرېږي چې د پاکستان په ګډون اسيايي او اروپايي هېوادونو ته ځي خو که دروازه بنده شي، دا هر څه خرابېږي.»
د يادولو ده، نږدې شل ورځې مخکې هم پاکستان دا دروازه د لنډمهال لپاره د ترانزيټ پر مخ تړلې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP