Language

د اسرائیلي ځواکونو هوايي برید کې د سپاه پاسداران یو لوړپوړی سلاکار وژل شوی

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۲): ایران اعلان کړی چې د سپاه پاسداران ځانګړو ځواکونو یو لوړپوړی سلاکار په سوریه کې د اسرائیل په هوایي برید کې وژل شوی دی.

د ایران تسنیم اژانس د مرغومي څلورمه د دغه خبر د پخلي ترڅنګ د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي د غمرازۍ او غمشريکۍ پیغام هم خپور کړی دی.

د ایران ولسمشر په خپل پیغام کې ویلي، د اسرائیل ځواکونو له خوا د سپاه پاسدارانو د سلاکار سیدرضا موسوي وژل پر دې دلالت کوي چې هغوی په سیمه کې سخت وارخطا او له ناکامۍ سره مخ دي.

رییسي ګواښ کړی چې اسرائیل به ډېر ژر د دغه جنابیه ادا کړي.

بلخوا تسنیم اژانس د ایران د سپاه پاسدارانو یوه اعلامیه هم خپره کړې چې په کې د موسوي وژنه تایید شوې ده.

د راپورونو له مخې، موسوي د سوریې پلازمېنې دمشق کې د اسرائیل ځواکونو په یوه برید کې وژل شوی، ځیني راپورونه وایي چې هغه په هوایي برید کې وژل شوی خو ځینې نور بیا وایي چې پر هغه راکټي برید شوی و.

د یادونې ده، څو کاله مخکې په عراق کې د امریکایي ځواکونو په یوه برید کې د سپاه پاسداران مشر  جنرال قاسم سلیماني وژل شوی و.

[/restrict]