ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې په تېرو لسو مياشتو کې د جرمونو په تور نږدې ۱۵۰۰ کسان نيول شوي

ننګرهار کې په تېرو لسو مياشتو کې د جرمونو په تور نږدې ۱۵۰۰ کسان نيول شوي

author avatar
26 Dec 2023 - 16:00
ننګرهار کې په تېرو لسو مياشتو کې د جرمونو په تور نږدې ۱۵۰۰ کسان نيول شوي
author avatar
26 Dec 2023 - 16:00

جلال اباد (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یې په تېرو لسو مياشتو کې د جنايي، نشه‌يي توکو کاروبار، ترهګرۍ او نورو جرمونو په تور د ۳۶ ښځو په ګډون ۱۴۴۷ کسان نيولي دي.

د چارواکو په وينا چې نیول شوي یاد کسان له قانوني نظارت بند تېرولو وروسته د نورو اجرااتو په موخه قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ د امنیتي چارو مرستیال مل پاسوال مولوي محمدطاهر مبارز د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دې ادارې د تېرو لسو مياشتو لاسته‌راوړنو په تړاو معلومات شريک کړل.

نوموړي وويل، د خلکو په همکارۍ او د امنيتي ارګانونو د شپو ورځو هلو ځلو په پايله کې د پخوا په پرتله امنيتي وضعيت ډاډمن شوی او لا هم په دې برخه کې هڅې روانې دي.

دی وايي، د جلال‌اباد ښار او ولسواليو پوليس توانېدلي چې په تېرو لسو مياشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو نږدې پنځلس سوه کسان ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

هغه زياتوي، په دې موده کې د جنايي جرمونو مديريت له لوري ۵۷۶ پېښې ثبت شوې چې په تړاو يې د ۳۶ ښځو په ګډون ۱۱۶۷ کسان نيول شوي دي.

هغه وايي، دغه کسان د غلا، بدکارۍ، فريبکارۍ، د مور او پلار شکايتونو، قتل او د قتل د هڅو، د انسانانو او توکو د قاچاق، ونو او شنو فصلونو پرېکولو، انسان‌تښتونې، غصب، رشوت، له کور او محکمې څخه د تېښتې، امنيت خرابولو، د وسلو غیرقانوني لېږد او له بنده د تېښتې په تړاو نيول شوي دي.

د قوماندانۍ مرستيال دا هم وويل چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت له لوري ۲۲۴ پېښې ثبت شوې چې په تړاو يې ۲۶۲ کسان نيول شوي او په زياته اندازه هیرویين، چرس، تابلیت کا، شيشه، ترياک، کيمیاوي مواد، تېزاب او شراب هم ترې ترلاسه شوي دي.

د مولوي مبارز د معلوماتو له مخې، په تېرو لسو مياشتو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې مديريت کارکوونکو ۱۸ پېښې ثبت کړې چې په تړاو يې ۱۸ کسان نيول شوي او ۳۸ بېلابېل ډول وسلې هم ترې ترلاسه شوې دي.

بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي نورمحمد حنيف چې په یاد خبري کنفرانس کې يې خبرې کولې، وويل، د دغو کنفرانسونو موخه اطلاعاتو ته د خبريالانو لاسرسی او له ولس سره د ادارو د فعاليتونو په تړاو د معلوماتو شريکول دي.

هغه زياته کړه: «هره اونۍ به د دوو ادارو مسوولين د سې‌شنبې په ورځ خبري کنفرانس ورکوي او د خپلو ادارو لاسته‌راوړنې به شريکوي.»

بلخوا د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري وویل: «موږ د اطلاعاتو او کلتور ریاست او په ننګرهار کې د ټولو رسنیو له استازو مننه کوو چې وخت پر وخت یې د نظام او ولس ترمنځ د اړیکو ساتلو ترڅنګ د خپل هېواد له قوانینو سره سم نشرات کړي دي.»

د يادولو ده، تېر کال هم د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د خبري کنفرانسونو او له ولس سره د اداراتو د فعاليتونو په تړاو د معلوماتو شريکولو دا لړۍ ترسره شوې وه.

Views: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.