کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۲): په پاکستان کې د سویس سفارت وایي، هېواد یې په افغانستان کې له زلزلهځپلو او له پاکستانه راستنو شوو افغانانو سره ۴،۲۵ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.
پاکستان کې د سویس سفارت پر خپله اېکس پاڼه د دغو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې هېواد یې له افغانانو سره خواخوږي لري.
د روان کال په تله میاشت کې په هرات، په ځانګړي ډول د دغه ولایت په زندهجان او غوریان ولسوالیو کې پرلهپسې زورورې زلزلې وشوې چې له امله یې شاوخوا شل کلي وران شول او شاوخوا شپږ زره کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.
دغه راز له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ زور اخیستی او د راپورونو له مخې تر اوسه له ۴۰۰ زرو ډېر افغانان په زور را ایستل شوي دي.
د هرات له زلزلهځپلو او له پاکستانه راستنو شوو افغان کډوالو سره بېلابېلو کورنیو او بهرنیو سرچینو مرستې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP